د فولي وژونکو ۱۳۲ میلیون ډالر غوښتي وو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امریکايي خبریال جیمز فولي ګومارونکې ادارې (ګلوبل پوسټ) ویلي هغه جهادیانو چې دی یې نیولی و، د خوشې کولو په بدل کې یې ۱۳۲ میلیون ډالر غوښتي وو.

د دغې ادارې مشر فیلیپ بلبوني ویلي چې په لومړي وار تېر کال د اسلامي دولت جنګیالیو د پېسو غوښتنه کړې وه.

فولي د ۲۰۱۲ کال د نومبر په میاشت کې تښتول شوی و او روانه اونۍ کې یې اسلامي دولت ډلې د سر غوڅولو ویډیو خپره کړه.

په دغه ویډیو کې دوی خبرداری ورکړ که امریکا په شمالي عراق کې د دوی پر ډلې خپل هوایي بریدونه و نه دروي نو دوی به یو بل امریکایی خبریال هم ووژني.

د دې خبردارۍ سربیره امریکا موصل ته څېرمه په سیمه کې خپلو هوايي بریدونو ته ادامه ورکړې ده.

بل خوا امریکا د فولي د مړینې رسمي جنايي پلټنې پیل کړې دي.

Image caption فولي د ۲۰۱۲ کال د نومبر په میاشت کې تښتول شوی و.

په دې ترڅ کې لوی څارنوال ایریک هولډر وايي چې "امریکا قوي حافظه او تر ډېرو ځایو پورې لاسرسی لري".

په بریتانیا کې پولیس او امنیتي ارګانونه هڅه کوي د هغه جهادي پېژندنه وکړي چې د فولي د وژنې په ویډیو کې څرګند شوی دی.

نا تاید شوي راپورونه وايي په ویډیو کې ښودل شوی جنګیالی چې بریتانوۍ لهجه لري، د لندن یا د سوېل ختیځې بریتانیا دی.

تر دې وړاندې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي وو چې د امریکایي خبریال جیمز فولي د سر غوڅولو پېښه "د تاوتریخوالي یو عمل دی چې د ټولې نړې وجدان ته یې ټکان ورکړی".

ښاغلي اوباما ویلي وو چې د اسلامي دولت ایډیالوژي یواځې پاتې کېدونکې ده او په پای کې به ناکامه شي.

د اسلامي دولت ډلې ویلي چې فولي یې په عراق کې د دوی پر جنګیالیو د امریکا د هوايي بریدونو په غچ کې وژلی دی.

امریکا، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو د ویډیو پر وړاندې خپله کرکه څرګنده کړې ده.

د فولي مور ډیان ویلي ''هغه خپل ژوند له دې کبله قرباني کړ، چې نړۍ ته د سوري وګړو ناخوالې انځور کړي''.

ورته مطالب