عمران خان: له نواز شریف سره جوړجاړی نه منو

عمران خان د انځور حقوق AP
Image caption عمران خان وايي، د نواز شریف تر استعفا مخکې له حکومت سره خبرې بې ګټې دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او د حکومت سیاسي مخالف عمران خان ویلي، له لومړي وزیر نواز شریف سره د هغه د استعفا له وړاندې کولو مخکې جوړجاړي ته نه دی چمتو.

ښاغلي خان پلازمېنه اسلام اباد کې د پارلمان ودانۍ بهر خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، د شریف تر استعفا مخکې له حکومت سره خبرې هېڅ ګټه نه لري.

یوه بل سیاسي مخالف طاهر القادري بیا له حکومت سره د خبرو لپاره خپل استازي استولي، خو خبرو یې تر اوسه هېڅ پاموړ پایله نه ده ورکړې.

لاریون کوونکي وايي، نواز شریف یو فاسد چارواکی دی، چې په وینا یې د تېر کال د ټاکنو د درغلیو له لارې واک ته ورسېد.

د نواز شریف په مشرۍ ګوند د تېر کال ټاکنو کې، چې په سوله ییزه فضا کې واک پکې ولېږدېد، په غوڅ اکثریت واک ته ورسېد.

عمران خان له تېرې یوې اونۍ راهیسې د حکومت د استعفا لپاره لاریون پیل کړی، چې زرګونه پلویان یې د تېرې سې شنبې پر ورځ د اسلام اباد "سره مېنه" سیمه کې دېره شوي دي.

په دغه مهمه سیمه کې د پاکستان د پارلمان او بهرنیو هېوادونو سفارتونه دي، چې اوس یې امنیت تر هر بل وخت ډېر ټینګ شوی دی.

خو پاکستاني پوځيانو د سرې مېنې د ننه امنیت ټینګ کړی دی.

وړاندې د پارلمان غړي له پارلمان نه د وتلو لپاره شاتنۍ دروازې کارولو ته اړ شول.

د پارلمان غونډه د تېرې چارشنبې په ورځ ونه شوه، بلکې د پنجشنبې ورځې ته وځنډېده.

د پاکستان سترې محکمې له عمران خان او طاهر القادري غوښتي، چې د پنجشنبې په ورځ د لاریونونو لامل په ډاګه کولو لپاره محکمې ته حاضر شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسلام اباد کې امنیت تر پخوا ډېر ټینګ شوی دی.

حکومت لاریونیان د دیموکراسۍ په زیانمنولو تورن کړي، خو د ځینو نورو مخالفو ډلو مشرانو دغه دوه مشران د "نامشروع لارو" په کارولو تورن کړي.

که څه هم د عمران خان او طاهر القادري ډلې د نواز شریف استعفا غواړي، خو دواړې ډلې پخپلو کې سره ډېرې جوړې نه دي.

خبریالان وايي، که چېرې له دغو ډلو یوه هم له حکومت سره جوړجاړي ته ورسېږي، بله ډله به په پراخه کچه ډېره کمزورې کړي.

که څه هم تر اوسه دغه لاریونونه په سوله ییز ډول دوام لري، خو داسې وېره شته چې شاید د حکومت د ناتوانۍ په صورت کې پوځ مداخلې کولو ته اړ شي.

ورته مطالب