د ایندرا ګاندهي فلم پر خپرېدا بندیز لګېدلی

Image caption د څار ادارو خبرداری ورکړی و چې د فلم خپرول ښايي د تاوتریخوالي لامل شي.

هند د پخوانۍ لومړۍ وزیرې ایندرا ګاندهي د وژنې پر سر د جوړ شوي فلم پر خپرېدا بندیز لګولی دی.

داسې شکایتونه تر لاسه شوي وو چې په فلم کې د ایندرا ګاندهي د وژونکو ستاینه شوې ده.

د څار ادارو خبرداری ورکړی و چې د فلم خپرول ښايي د تاوتریخوالي لامل شي.

ټاکل شوې وه چې دغه فلم "قوم دې هېرې" (د ولس الماس) د جمعې پر ورځ خپور شي.

نوموړی فلم د اغلې ګاندهي د دوو شخصي ساتونکو ستونت سنګ او بینت سنګ کیسه بیانوي چې دا يې په ډزو وژلې وه.

په ظاهره دوی دغه کار د اغلې ګاندهي د هغې پرېکړې د غچ په توګه کړی و چې ګولډڼ ټېمپل (د سکانو عبادتځای) کې یې د عملیاتو امر کړی و.

سکان وايي د هند په امرتسر کې د دوی په تر ټولو مقدس عبادتځای د پوځ په عملیاتو کې، چې له هغه ځایه د جنګیالیو د ایستلو په موخه ترسره شول، زرګونه کسان وژل شوي دي.

د اغلې ګاندهي وژنه د توکمیز تاوتریخوالي لامل شوه او په ټول هند کې تر ۳ زره ډېر سکان ووژل شول.

د هند د پرېس ټرسټ خبري اژانس راپور ورکړی چې د پنجشنبې پر شپې د هند د فلمونو د تصدیق مرکزي ادارې (سي بي ایف سي) "په ممکنه ډول د سولې او امنیت حالت خرابېدو ته په پام سره" د فلم د خپریدا د ځنډولو پرېکړه وکړه.

د فلم پروډیوسر رویندر سنګ د خپل فلم په کلکه ننګه کړې خو د سي بي ایف سي د دغه وروستې پرېکړې په اړه یې لا څه نه دي ویلي.

ښاغلي سنګ بي بي سي ته ویلي:

"د دې فلم جوړولو نه وړاندې ما په محکمه کې د وژنې قضیه څارلې، د وژنې د پلټنې راپور مې لوستی او د ستونت او بینت سنګ له کورنیو سره مې هم ډېرې خبرې کړې دي".

نوموړي د پوښتنې په ډول وویل:

"په ټوله نړې کې د سیاسي وژنو په اړه فلمونه جوړېږي نو موږ د اغلې ګاندهي د وژنې په اړه فلم ولی نه شو جوړولی؟"

خو د پنجاب په ایالت کې د کانګریس ګوند، چې ایندرا ګاندهي یې هغه مهال مشري کوله، خبرداری ورکړی چې که فلم خپور شو نو دوی به احتجاجونه وکړي.

د دغه ګوند د ځوانانو څانګې لومړي وزیر نریندرا مودي ته یو لیک هم استولی او په کې یې پر فلم د بندیز لګولو غوښتنه کړې ځکه په وینا یې په فلم کې د اغلې ګاندهي وژونکي د اتلانو په څېر ښودل شوې دي.

د فلم پام د اغلې ګاندهي پر ساتونکو ستونت سنګ او بینت سنګ را ټول دی او همدا په هند کې د غوصې لامل شوی دی.

پر اغلې ګاندهي تر ډزو سملاسي وروسته پولیسو بینت سنګ وواژه او ستونت سنګ بیا وروسته په دار وځړول شو.

ورته مطالب