امریکا: ناقانونه لارو څخه باید حکومت بدل نه شي

د انځور حقوق AP
Image caption نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان تحریک انصاف ګوند او عوامي تحریک ګوند له خوا د نومړي د استعفا غوښتنه رد کړه

امریکا ویلي، چې په پاکستان کې له نا قانونولارو باید د حکومت د بدلیدو هڅه ونه شي. د امریکا دبهرنیو چارو وزارت ویاندې میري هارف په خبري کنفرانس کې د پوښتنې په ځواب کې وویل،"

نوموړي زیاته کړه،"موږ په هیڅ ډول د دوی ترمنځ په روان خبرو اترو کې برخه نه لرو، خو موږ په دې پوهیږو چې د امن له لارې خبرې اترې وشي او په نا قانونه توګه د پاکستان حکومت د بدلیدو هڅې ونه شي". ویاندې وویل، چې ،،نواز شریف د پاکستان لومړی وزیر دی، موږ د هغه سره یو ځای کار کوو لکه څنګه چې هلته له نورو کسانو سره کار کوو.،، له بلې خوا پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف او عوامي تحریک ګوندونو لاریونونه روان دي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د تحریک انصاف او عوامي تحریک ګوندونو له خوا د نوموړي د استعفا غوښتنه رد کړه او زیاته یې کړه چې د استعفا ورکولو سره به په پاکستان کې بحران را منځ ته شي .

عمران خان پلازمېنه اسلام اباد کې د پارلمان ودانۍ بهر خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي و، د شریف تر استعفا مخکې له حکومت سره خبرې هېڅ ګټه نه لري. یوه بل سیاسي مخالف طاهر القادري بیا له حکومت سره د خبرو لپاره خپل استازي استولي و، خو خبرو یې تر اوسه هېڅ پاموړ پایله نه ده ورکړې. د نواز شریف په مشرۍ ګوند د تېر کال ټاکنو کې، چې په سوله ییزه فضا کې واک پکې ولېږدېد، په غوڅ اکثریت واک ته ورسېد. عمران خان له تېرې یوې اونۍ راهیسې د حکومت د استعفا لپاره لاریون پیل کړی، چې زرګونه پلویان یې د تېرې سې شنبې پر ورځ د اسلام اباد په هغه سېمه کې چې د لومړي وزیر دفتر، د پارلمان ودانۍ او بهرني سفارتونه په کې موقعیت لري دېره شوي دي. په دغه مهمه سیمه کې د پاکستان د پارلمان او بهرنیو هېوادونو سفارتونه دي، چې اوس یې امنیت تر هر بل وخت ډېر ټینګ شوی دی.

ورته مطالب