"راتلونکو دریو کلونو کې به پوځ پیاوړی کړم"

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي پوروشینکو په پلازمېنې کیف کې د خپلواکۍ په تړاو جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه

د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په تړاو ژمنه کړې چې په راتلونکو دریو کلونو کې به په تجهیزاتو باندې د خپل پوځ د ښه سمبالتیا لپاره شاوخوا درې میلیارده ډالر ولګوي.

ښاغلي پوروشینکو په پلازمېنې کیف کې د خپلواکۍ په تړاو جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه.

نوموړي وویل چې اوکراین له بهرني تېري سره په یوې ریښتینې جګړې بوخت دی او په وینا یې دغه هېواد به د راتلونکي یو څه وخت لپاره هم له دوامدار پوځي ګواښ سره مخامخ وي.

په کیف کې د بي بي سي خبریال وايي چې د خپلواکۍ د نمانځنې په موخه ډېرو خلکو دودیزې جامې اغوستې.

خو ځینو بیا په پلازمېنې کې د لوی پوځي ځواک پر څرګنداوي نیوکه کړې.

د دوی په وینا د دغه هېواد په ختیځ کې لا هم امنیتي ځواکونه له روسي پلویو بېلتونپالو سره په جګړه بوخت دي.

په دغه سیمه کې بېلتونپالو د دې ورځې د نمانځلو لپاره خپل ځانګړي مراسم جوړ کړي.

ټاکل شوې اوکرایني او روسي پلاوي د سه شنبې په ورځ په سپینې روسیې، بېلاروس کې د اوکراین په ختیځ کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

له نړیوال قانون نه سرغړاوی

د انځور حقوق AP
Image caption لوېدیځ کې داسې اندېښنې شته چې ګواکې روسیه غواړي پر ختیځ اوکراین د بشري مرستو په پلمه یرغل وکړي

تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر پېټرو پورشېنکو پر روسیې وروسته له هغې "له نړیوالو قوانینو د ښکاره سرغړاوي" تور لګولی و چې د روسيې بشري مرستندویه لارۍ بې له اجازې د اوکراین خاورې ته ننوتې.

دغه مرستې د ختیځ اوکراین د جګړې ډګر په ځانګړې ډول لوهانسک ښار چې یاغیانو نېولی، کې ولسي وګړو ته لېږل شوې دي.

روسیې پر اوکراین د نامناسب خنډ جوړولو تور پورې کړ او کتار یې اوکراین ته دننه کړ.

لوېدیځ کې داسې اندېښنې شته چې ګواکې روسیه غواړي پر ختیځ اوکراین د بشري مرستو په پلمه یرغل وکړي.

اوکراین د روسي پلوو یاغیانو سره په دونسیک او لوهانسک سیمو کې د جګړې لپاره خپل پوځیان لېږلي دي.

په دغه جګړه کې تر اوسه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور خلک بې ځایه شوي دي.

ورته مطالب