'سیاسي کړکېچ د افغانستان د ناامنۍ لامل شوی'

د خپريدو وخت: 13:05 گرینویچ - 24 اگست 2014 - 02 وږی 1393

خو پاکستان تل دغه راز تورونه رد کړي دي

کابل یو ځل بیا اسلام اباد تورن کړی چې ګواکې د افغانستان په نا امنیو کې لاس لري.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د پاکستان څارګره اداره، ای، ایس، ای تورنه کړې، چې ګواکې تر ۱۶۰ ډیرې ترهګرې ډلې یې تر روزنې لاندې دي، چې مالي ملاتړ یې هم کوي.

پاکستان تل دغه راز تورونه رد کړي دي.

مصطفی سالک خپل رپوټ کې لیکي: په وروستیو کې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې افغان ځواکونه د وسلوالو طالبانو له سختو بریدونو سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې ګواکې د دغو بریدونو شاته د پاکستان څارګره اداره ولاړه ده.

د یاد شوي وزارت ویاند صدیق صدیقي په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې ګواکې لس ګونه ترهګرې ډلې په وزیرستان کې اډې لري او له هغه ځایه د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې عملیات کوي:

"یو سلو اته شپیته ترهګرې ډلې دي، چې شمالي وزیرستان او سوېلي وزیرستان یې د وسیدو کره ځایونه دي، دوی هلته روزل کیږي، لګښت ورکول کیږي او دې ته چمتو کیږي چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې وجنګیږي، په دې ډلو کې د جندالله القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، لشکر طیبه، جیش محمدي او حقاني په څیر ډلې راځي، په دې ډلو کې بهرني جنګیالي هم شته، دوی دې لپاره را استول کیږي چې د افغان وګړو، افغان ځواکونو، او ناټو پر وړاندې جګړه وکړي".

ښاغلی صدیقي وايي، چې دا وړی د تیر وړي په پرتله جګړې سختې دي، چې د ټاکنو د بهیر اوږدیدل، او د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش رارسیدل یې هم لاملونه دي.

له دې سره همهاله داسې راپورنه دي چې ګواکې پاکستاني سرتیري د کندهار معروف ولسوالۍ ته را اوښتي وو، چې سیمیزو خلکو پرې برید کړی او یو سرتیری یې ترې وژلی.

د بدخشان ولایت له جرم ولسوالۍ هم د نښتو راپورونه رارسیدلی، له کونړ او کندوز نه هم د جګړو خبرونه تر لاسه شوي، د پاڅون کونکو مشرانو او یو شمېر حکومتي چارواکو دا هم ویلي، چې د کندوز د خان اباد او چاردرې ولسوالۍ او د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ یې وسلوال طالبان ایستلي دي.

وسلوالو طالبانو پر دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .