بوکوحرام د نایجریا په شمال کې 'اسلامي دولت' اعلان کړی

Image caption د وروستیو شمېرو پر بنسټ ګووزا سیمه دووه لکه او ۶۵ زره نفوس لري

نایجریا کې سخت دریځې ډلې بو کوحرام ادعا کړې چې د نایجریا شمال لویدیځې برخه کې چې کوم ښارونه او سیمې تر ولکې لاندې کړې هلته یې اسلامي دولت رامنځ ته کړی.

د بوکوحرام مشر ابوبکر شیکاو یوه ویډیو خپره کړې چې په هغه کې د روانې میاشتې په لومړیو کې د خپلو جنګیالیو له خوا د ' ګووزا' په نوم سېمې د نیول کیدو مبارکي ورکړې ده.

دا روښانه نه ده چې ابوبکر شیکاو د هغه اسلامي دولت بیعت کړی او که نه چې په عراق او سوریه کې یې ځینې سیمې تر ولکې لاندې کړې دي.

له بلې خوا د نایجریا پوځ د بوکوحرام دغه ادعا رد کړې ده.

بوکوحرام په ۲۰۰۹ کال خپل سخت دریځې کړنې پیل کړې وې او په بریدونو کې تر اوسه د نایجریا په شمال لویدیځو سیمو کې زرګونه خلک وژل شوي دي.

د وروستیو شمېرو پر بنسټ ګووزا سیمه دووه لکه او ۶۵ زره نفوس لري او د بو کوحرام تر ولکې لاندې تر ټولو لویه سیمه ده.

له شمال ختیځې نایجریا نه رپوټونو کې ویل شوي، چې بوکو حرام سخت دریځې اسلامپالې ډلې پر ګومبورو نګالا ښارګوټي هم برید کړی.

دغه ځای کې یادې ډلې تېره مې میاشت کې له ۳۰۰ ډېر ملکي کسان په ډله ییز ډول وژلي وو.

ځايي اوسېدونکي د پولیسو یوه مرکز او پوځي اډې په شاوخوا کې د سختې جګړې حال وايي، او زرګونه خلک د پولې بل لوري کامېرون ته د تېښتې په حال کې دي.

دغه برید له هغه یوه ورځ وروسته کېږي، چې بوکو حرام یو ځل بیا د نایجریا شمال ختیځ کې تر خپل واک لاندې سیمو کې د خلافت ادعا تکرار کړه. د نایجریا پوځ دا تشې خبرې بللې او رد کړې دي.

ورته مطالب