امریکا او م. م د غزې د اوربند هرکلی کړی

د انځور حقوق AP
Image caption د غزې اوسېدونکو د جګړې ختمېدو په اعلان خوشحالۍ وکړې.

د غزې په تراړه کې د اسرائیلیانو او فلسطیني جنګیالیو تر منځ په یوه اوږد مهاله اورند هوکړه شوې ده.

ملګرو ملتونو د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ تر پنځوس ورځنیو بریدونو وروسته ددغه اوربند هرکلی کړی دی.

وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو هم ددغه اوربند هرکلی کړی و او له دواړو غاړو یې د اوربند د موافقې درناوی غوښتی و.

دغه اوربند به له اوو اونیو روانه جګړه پای ته ورسوي چې تر اوسه په کې تر ۲۲۰۰ ډېر خلک وژل شوي دي.

د اوربند پر سر خبرې د مصر په منځګړتوب په ځايي وخت ماښام ۷ بجې پیل شوې وې.

د حماس مرستیال سیاسي مشر موسی ابو مرزوق وویل چې دغه هوکړه "د مبارزې بریا ده".

د اسرائیلو حکومتي چارواکو ویلي چې دوی به د غزې کلابندي نرمه کړي چې مرستې او ودانیز مواد لار پېدا کړي.

پر نورو لانجمنو مسلو لکه د اسرائیلو دا غوښتنه چې غزه کې دې جنګیالۍ ډلې بې وسلې شي، به نا مخامخ خبرې په یوه میاشت کې په قاهره کې پیل شي.

پر دغه اوربند داسې مهال هوکړه وشوه چې لا هم دواړه غاړې پر یو بل بریدونه کوي.

په وروستیو شېبو کې د غزې له لورې د توغول شويو توغندیو په پایله کې د ایشخول په سیمه کې یو ملکي اسرائیلی وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوې دي.

تر دې وړاندې د سه شنبې پر ورځ د فلسطیني چارواکو په وینا د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ فلسطینيان وژل شوي دي.

غازي حماد د حماس غړی دی او د فلسطیني حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دی. دی وايي غزې کې خلک جشن لمانځي:

''فکر کوم، موږ ډېر خوشحال یو. موږ ډېر خوش یو، چې اوس موږ کولای شو، د جګړې، تجاوز او زموږ د خلکو پر ضد د اسراییلو د جرمونو ختمولو لپاره خبرې کولای شو، زه ګومان کوم ټول خلک اوس خوشحالي کوي. خلک د بریا احساس کوي، د خوشحالي احساس کوي، د یوالي احساس کوي''.

ښاغلی حماد وايي اوس د سولې د یوه مستقلې موافقې وخت دی:

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حماس مرستیال سیاسي مشر موسی ابو مرزوق وویل چې دغه هوکړه "د مبارزې بریا ده".
د انځور حقوق AFP
Image caption دا اوږدمهاله اوربند فلسطینیانو پر اسرائیلو برید بللی دی.

''موږ نه غواړو اسراییلي ځواکونه د نیواکګرو په څېر پر خپله خاوره، د پولو پر سر، سمندر کې، په هوا کې او یا کوم بل چېرې ووینو. دوی موږ له هر لوري محاصره کړي یو، زه فکر کوم، اوس باید ټوله نړیواله ټولنه په دې وپوهيږي، چې د فلسطینیانو پوښتنو ته ځواب ووايي. زه فکر کوم، نړیواله ټولنه باید وپوهیږي، چې فلسطینیان د یوه هېواد لرلو قابل دي، د ازادۍ قابل دي، د خپلواکۍ قابل دي. دا هغه څه دي، چې موږ ورته اړتیا لرو''.

د راشه درشه دېموکراسي

فلسطیني چارواکو ویلي د مصر له خوا د اوربند په وړاندیز کې راغلي چې جګړه دې تر نا مالومې مودې ودرول شي، له اسرائیل او مصر سره دې د غزې پولې په سملاسي ډول پرانیستل شي او د غزې د کب نیونې مدیترانه سیمه دې وغځول شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په توره شپه کې هم فلسطینیانو خوشحالۍ کولې.
د انځور حقوق AFP
Image caption د غزې وګړو ایله اوس خپلو کورونو ته په ډاډه زړه د ستنېدو ساه واخیسته.

یوه میاشت وروسته، چارواکو زیاته کړه چې اسرائیلي او فلسطیني غاړې به په غزه کې د یوه بندر او هوايي ډګر پر جوړولو او د هغو ۱۰۰ بندیانو په خوشې کولو چې په ۲۰۱۱ کال کې د ګېلاد شلېت په مقابل کې ازاد شوي وو خو په دې وروستیو کې بیا له لوېدیځې غاړې نیول شوي، خبرې وکړي.

داسې هم ویل کېږي چې اسرائیلیانو او مصر غزې ته وسلو د نه قاچقولو د تضمین غوښتنه کړې ده.

د غزې په ښار کې د اوربند اعلان پر هوايي ډزو ولمانځل شو.

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service

ورته مطالب