پر غزې اسرائیلو بیا بمباري کړې

Image caption اسرائیلي بریدونو زرګونه کورونه ویجاړ کړي او سلګونه ماشومان یې وژلي.

اسرائیلو د سې شنبې په ورځ پر غزې بیا بمبارۍ ته دوام ورکړی، چې د غزې د طبي سرچینو په حواله، لږترلږه دوه کسان یې وژلي دي.

د اسرائیلي پوځ ویاند ویلي، پوځ د تېرې سې شنبې له ماخوستن راهیسې ۱۵ ځلې بمباري کړې ده، خو د سې شنبې پر ګهیځ له غزې تراډې پر اسرائیلو توغندي توغول شوي.

د تېرې دوشنبې په ورځ پر غزې د اسرائیلي بریدونو د قربانیانو شمېر اووه کسان و.

تر اوسه د اسرائیلو په خونړیو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۱۳۶ ته رسېدلی، چې زیاتره یې ولسي وګړي دي او تر ۱۰۸۸۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

له تېرې یکشنبې ورځې راهیسې د اسرائیلو بمباریو کې ۲۵ کسان وژل شوي.

د لارې بندول

Image caption د اسرائیلو برید کې د یوه فلسطیني مېرمن او درې زامن وژل شوي.

اسرائیلو د غزې او اسرائیلو ترمنځ د بیت حانون (ایرز) په نامه یو کنډو او لاره وروسته تر هغه وتړله، چې د ادعا له مخې له غزې پرې توغول شوي توغندي څلور کسان ټپیان کړل.

اسرائیلو ویلي له غزې سره پر پوله د څلور کلن اسرائیلي ماشوم تر وژل کېدا وروسته به پر غزې بریدونه ډېر کړي.

رد

د انځور حقوق AFP
Image caption اسرائیل وايي، ایرز کې توغندي ۴ کسان ټپیان کړي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ایرز د اسرائیلو او غزې ترمنځ د تګ راتګ ځای دی.

د حماس د سیاسي دفتر مشر خالد مشعل له "یاهو نیوز" وېبپاڼې سره په مرکه کې دا رد کړه چې ګني "حماس دې اسرائیلي ولسي وګړي په نښه کړي وي".

مشعل وايي "په زیاترو وختونو کې مو هڅه دا ده چې یوازې پوځیان او د اسرائیلو پوځي مرکزونه په نښه کړو، خو د اسرائیلو په څېر پرمختللې وسلې نه لرو... له دې کبله د هدفونو مشخصول ګران کار دی".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په غزه کې زیاتره وژل شوي ولسي وګړي دي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسرائیلي ولسي وګړي د توغندیو له وېرې پناه ځای ته ځي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د یکشنبې اسرائیلي بریدونو یوه مور او درې ماشومان ووژل.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په غزه کې اسرائیلو دوه استوګنځي په نښه کړي.

د تېرې سې شنبې په ورځ د دواړو لورو ترمنځ شوی اوربند مات شو، او د مصر د منځګړیتوب چارې هم کار ورنه کړ.

حماس ټینګار لري، چې د اوږدمهاله اوربند لپاره دې پر غزې دې لګول شوی اقتصادي بندیز لیرې شي.

خو اسرائیلي حکومت وايي، تر هغو به پر غزې هوايي بریدونه ونه دروي، چې د حماس او نورو فلسطیني ډلو د بې وسلې کېدو له لارې "پوره امنیت" نه وي راغلی.