هند کې ژوندۍ خښه کړای شوې نجلې وژغورل شوه

د انځور حقوق r
Image caption دا څرګنده نه ده چې نجلۍ ولې ژوندۍ خښه کړای شوې وه.

د هندوستان په شمالي ایالت اترپردیش کې پولیس د هغه نجلۍ د خپلوانو لټه کوي چې ژوندۍ خښه کړای شوې وه.

د نوموړي ایالت د سیتاپور ولسوالۍ چارواکي وايي دغه اوه کلنه نجلۍ چې تنو نومېږي وروسته له هغه د یوه کلیوال له خوا له قبر نه وایستل شوه چې هغه یې د ژړا غږ واورید.

دغه کس ویلي ده لیدل چې ماشومه نجلۍ خاوره خوري.

پولیس وايي د دې نجلۍ کاکا او ترور ورته ویلي وو چې د کلي میلې ته یې بیايي خو هغه یې په پټو کې ژوندۍ خښه کړه.

دا څرګنده نه ده چې ولې یې دغه نجلۍ خښه کړې وه.

دغه نجلۍ له قبر نه تر ایستلو وروسته روغتون ته ولېږدول شوه او اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.

حیرنوانکې دا ده چې دا نجلۍ یې اول کې زندۍ کړې وه چې له امله یې هغه بې هوښه شوې وه.

پولیس وايي کله چې نجلۍ په هوښ کې راغله نو په قبر کې ناسته وه او ژړل یې تر هغه چې دغه کلیوال یې ژاړه واورېده او دا یې له قبر نه وایستله.

د نجلۍ پلار وايي هېڅ نه پوهيږي چې پر لور یې څه پېښ شوي او پولیسو ته یې ویلي چې دا نجلۍ له خپلې مور سره اوسېده او دوی سره جلا شوي دي.

ورته مطالب