د فرانسې نوي حکومت کې دوې ښځینه وزیرانې

نجات بلقاسم او مریم الخمري د انځور حقوق
Image caption نجات بلقاسم او مریم الخمري دواړې مغرب الاصله فرانسویانې دي.

د فرانسې ولسمشر په نوې کابینه کې دوې مغربي وزیرانې ټاکلې دي.

د اختلاف له کبله مونتبرګ او دوه نور وزیران استعفا کولو ته اړ شول.

په نوي حکومت کې ایمانویل ماکرو د اقتصاد وزیر شو، خو د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د پوهنې وزیره وټاکل شوه.

د بهرنیو چارو، دفاع او مالیې وزیران پر خپلو څوکیو پاتې شوي.

د ویلو ده، چې له تېرو پنځوسو کلونو وروسته، فرانسه د بې کارۍ له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده، چې په لړ کې یې په ولس کې د ولسمشر اولاند پلویان هم کم شوي.

ښځینه وزیرانې

په نوي حکومت کې د المغرب نجات بلقاسم، چې مخکې د ښځو چارو، ښار، ځوانانو او سپورت وزیره وه، د پوهنې وزیره ټاکل شوې ده.

خو مغرب الاصله بله مېرمن مریم الخمري بیا د ښاري چارو وزیره شوه.

نجات بلقاسم د المغرب د شمالي الناظور ښار ده، چې په ۱۹۷۷ کال په بني شیکر کې زیږېدلې ده.

خو مریم الخمري بیا په ۱۹۷۸ کال دې نړۍ ته راغلې، او دوه ځلې د پاریس ښاروالۍ سلاکاره ټاکل شوې، او د فرانسې د ښاروال دفتر کې یې هم ځینې دندې مخته وړې دي.

رشید داتي بیا مغرب الاصله مشهوره فرانسوي وزیره وه.