د روسي او اوکرایني مشرانو مخامخ خبرې پیل شوې

د انځور حقوق Ukrainian Ministery of Defence
Image caption د اوکراین د دفاع وزارت د نیول شویو روسي پراشوټي ځواکونو وېډیو خپره کړې ده.

د روسیې او اوکراین ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او پترو پورشنکو سره ولیدل چې د اوکراین په لوېدیځ کې د رامنځ ته شوي کړکېچ په اړه خبرې وکړي.

دا لیدنه د تېرې سې شنبې په ورځ (اګست ۲۶) د بیلاروس پازمېنه مینسک ښار کې وشوه.

د اوکراین ولسمشر پروشنکو وویل، په دغه لیدنه کې به د بیلتون غوښتونکو او د اوکرایني ځواکونو ترمنځ د نښتو پای ته رسولو لارې چارې په ډاګه شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ویلي، روسیه به په دې برخه کې مرسته وکړي، خو د اوکراین په ختیځ کې نښتې د دغه هېواد خپلمنځي موضوع ده چې کییف خپله باید هغه حل کړي.

دواړو ولسمشرانو له خبرو وړاندې ‎د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې کاترین اشتون سره په یوه ناسته کې وکتل، چې د دغو خبرو د پیلولو لپاره یې مینسک ته سفر کړی و.

د دواړو هېوادو ترمنځ لومړی ځل خبرې په داسې حال کې کېږي چې اوکراین ادعا کوي روسیې زغره والو پوځي کتارونو په دغه هېواد کې برید کړی او د روسیې سرتېري هم نیول شوي.

خو روسیه وايي، د دوی هغه پوځي کارکوونکي چې د اوکراین په لوېدیځ کې نیول شوي، په تېروتنې د دغه هېواد له پولو اوښتي وو.

اوکراین په تېره دوشنبې د لسو پراشوتي ځانګړو ځواکونو د نیولو خبر ورکړی و.

د اوکراین د دفاع وزارت ددغو پوځيانو یوه وېډیو خپره کړې ده، چې د یوه نیول شوي پوځي له خولې ویل شوي "دا جګړه، زموږ جګړه نه ده".

د انځور حقوق Ukrainian Ministery of Defence
Image caption دا د پوتین او پورشنکو ترمنځ د اوکراین د کړکېچ پر سر لومړۍ مخامخ کتنه ده.

د اوکراین په لوېدیځ کې د نښتو له پیله تر اوسه شاوخوا ۲۰۰۰ کسان وژل شوي.

کیف وايي مسکو بیلتون غوښتونکو ته وسلې ورکوي، او په ځینو برخو کې په مستقیمه توکه نظامي مرستې هم ورسره کوي، خو کرملین دغه ډول ادعاوې تل رد کړې دي.

د اوکراین او روسیې ترمنځ ترینګلتیاوې هغه مهال ډېرې شوې چې روسي پلوه بېلتون غوښتونکو کریمیا ټاپووزمه خپلواکه اعلان کړه.

وروسته له هغه چې کریمیا د روسیې له خاورې سره یو ځای شوه، د اوکراین په لوېدیځ کې دوو سیمو لوهانسک او دونتسک هم د ازادۍ اعلان وکړ.

ورته مطالب