پوروشېنکو: ''اوکراين کې روسي ځواکونه دي''

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اوکراين په جګړه چې اوس په کورنۍ جګړې اووښتې سلګونه کسان وژل شوي او ټپيان دي

د اوکراين ولسمشر پيترو پوروشېنکو ترکيې ته خپل سفر لغوه کړی او ويلي يې دي چې روسي ځواکونه د هېواد ختيځ ته استول شوي دي.

ښاغلي پوروشېونکو ويلي د دونېتڅک په سيمه کې په بېړه د مخ په خرابېدونکي وضعيت ارزولو لپاره بايد اوس په پلازمېنه کيف کې پاتې شي.

دی دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې روس پلوو بيلتونپالو ساحلي ښار نووزواسک نيولی او اوس مهم بندري ښار ميروپول ګواښي.

په دې سره ياغيان په جګړه کې د يوې نوې جبهې پر پرانستلو بريالي شوي دي.

ښاغلي پوروشېنکو ويلي دي د اوکراين د ملي امنیت غونډه رابولي.

ده زياته کړه چې اوکراین به د ملګرو ملتو د امنيت شورا په بېړنۍ غونډه کې د اوکراين په اوسني کړکېچ بحث وکړي.

د ښاغلي پورو شېنکو له لوري خپره شوې وينا پاڼه وايي: ''په دونېڅک کې په بېړه خرابېدونکي وضعيت ته په کتو مې د ترکيې سفر لغوه کړ، ځکه چې روسي سرتېري اوکراين ته راوستل شوي''.

اوکرايني چارواکو بيا بيا ويلي روسيه د اوکراين په ختيځ کې ياغيانو ته ځواکونه او مهمات استوي، خو روسيې هر ډول پټ ملاتړ رد کړی دی.

تر دې وړاندې د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين نه د هغو راپورونو په تړاو توضيحات غوښتي و چې ګواکې روسي ځواکونو د اوکراين په سويل ختيځ بريد کړی.

د اغلې مېرکل يوه وياند ويلي په ټيليفوني خبرو کې اغلې مېرکل ولسمشر پوتين ته ويلي، د اوکراين په خاوره کې د روسيې پوځي تېري راپورونه ښکاره دي.

ورته مطالب