"بریښنايي سیګرټو اعلانونه دې بند شي"

د انځور حقوق AFP
Image caption بریښنايي سیګرټ لومړی ځل په ۲۰۰۳ کال کې په چین کې تولید شو

دملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د تمباکو څښولو مخنیوي، تر عنوان لاندې د بریښنايي سیګرټو پر اعلانونو د بندیز لګولو غوښتنه کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه غوښتنه کړې چې په عامه ځایونو کې او د ودانیو د ننه د بریښنايي سیګرټو څښول بند شي او زیاتوي چې د سیګرټو د لوګي ناوړه اغېز پر هغه چا چې سیګرټ نه استعمالوي په پوره ډول لا نه دی مشخص شوی.

د بریښنايي سیګرټو د څښلو له امله چې کوم لوګی هوا ته پورته کېږي، له ځان سره نیکوتین لري چې پوهان په دې باور دي چې د عادي سیګرټو په پرتله لږ څه زیان یې کم دی.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي دي چې د تمباکو لوی شرکتونه سیمه ییز سیګرټو څښولو ته د خلکو په هڅونه کې لاس لري او زیات وي، چې دا هر څه په بازارونو کې ډېر شوي دي او دا د اندېښنې وړ مسله ده.

دغه سازمان ویلي دي چې له ۴۰۰ نه ډېرې کارخانې شته چې بریښنايي سیګرټ تولید وي.

څه موده مخکې د بېلا بېلو هېوادونو له ۵۳ نه ډېرو څېړونکو او روغتیايي کار پوهانو د روغتیا له نړیوال سازمان نه غوښتي و، چې د دودیزو سیګرټو په ځېر بریښنايي سیګرټ دې د زیان رسوونکو تمباکو په کتار کې دې نه راولي.

د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption د بریښنايي سیګرټو اغیز پر هغوی چې سیګرټ نه کاروي په کره توګه نه دی څرګند

دوی بریښنايي سیګرټ د ۲۱ پیړۍ روغتیايي برخه کې یو ډول لاس ته راوړنه ګڼلي او ویلي وه، چې کیدای شي دغه سیګرټ د سلګونو میلیونو خلکو ژوند وژغوري هغه چې تمباکو څښوي.

تېر کال د روغتیا نړیوال سازمان په یوه محرمانه رپور کې بریښنايي سیګرټ د "روغتیا ته کواښ" تر عنوان لاندې تمباکو په ډله کې راوستي و.

بریښنايي سیګرټ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳ کال کې په چین کې تولید شو خو استعمالول یې په دوو وروسیتو کلونو کې ډېر شول.

نړیوال تولیدي ارزښت یې تېرکال ۳ میلیارده ډالرو ته رسیدلی و.

ورته مطالب