نتنیاهو د غزې جګړه د اسراییلو بریا بولي

Image caption نتنیاهو دا غوره ګڼلې چې د اوږد مهال اوربند طرحه امنیتي کابینې ته وړاندې نه کړي

د اسرايیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، په غزه کې اووه اوونۍ جګړه د اسراییلو په بریا سره پای ته ورسیده. هغه دا ګواښ هم وکړ چې که له غزې نه توغندي په اسرييلي سیمو یا نیول شویو سیمو باندې وتوغول شي، نو اسراییل به له پخوا نه سخت غبرګون وښي.

د نتنیاهو په وینا، فلسطیني غورځنګ حماس د وروستیو نښتو په بهیر کې،"سخته ضربه ولیده او خپلې هیڅ کومې موخې ته ونه رسید".

له بلې خوا حماس چې د غزې واک په لاس کې لري ویلي، د اسراییل او فلسطین ترمنځ اوږد مهاله اوربند یوه بریا وه او د دې د لمانځولو لپاره یې د خوښيو پراخ لاریونونه وکړل.

له ۵۰ وروځو سختو نښتو وروسته چې له امله یې۲۲۰۰ ډېر کسان چې زیاتره یې فلسطینیان وو ووژل شول او له سه شنبې راهیسې په غزه کې اوربند عملي شوی.

بنیامین نتنیاهو په یوه تلویزیوني وینا کې وویل، چې اسراییل،"د حماس له هیڅ کومې غوښتنې سره هوکړه نه ده کړې".

د اسراییلو لومړي وزیر دغه وینا وې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې په غزې کې د وروستیو اوو کلونو اقتصادي محاصرې وروسته په لومړي ځل د ملګرو ملتونو لومړی کاروان د مصر له پولې ور واښت او غزې ته لاړ.

د فلسطینیانو اصلي غوښتنه د خبرو په بهیر کې د غزه سختې اقتصادي کلا بندۍ ماتول و، چې دغه اوربند په کې تر سره شو.

په غزه کې وروسته له هغه چې د چهار شنبې ټوله ورځ په کې اوربند دواوم وکړ او مات نه شو، په زرګونو فلسطینیانو خپلو کورو نه ته په را ګرځېدو پیل وکړ.

د بندیزونو په له منځه وړلو سره د کب نیولو بیړۍ هم سیند ته ور ګډې شوې.

د انځور حقوق WFP.Eyad al Baba
Image caption د ۱۵۰ زره کسانو لپاره د خوړو توکې چې تر پنځو ورځو به بسنه ورته وکړي

په همدې سره انجینران دا کوښښ کوي هغه ویجاړې شوې ودانۍ سره ورغوي چې د اسراييلو په هوايي بریدونو کې نړیدلې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ په غزه کې ۱۷ زره ودانۍ نړیدلې دي او یا سخت زیان ور اوښتی دی او شاوخوا نیم میلیون کسان چې د غزې د یو پر څلورمې برخې نفوس نه ډیر کسان کیږي بې ځایه او کډوالۍ ته اړیستل شول.

ورته مطالب