مالیزیا هوايي شرکت ۶۰۰۰ کارکونکي ګوښه کوي

د انځور حقوق AP
Image caption د اقتصاد د بیا رغونې لپاره د مالیزیا هوايي شرکت نږدې دوه میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

سږکال له دوو غمیزو وروسته د مالیزیا هوايي شرکت د خپل اقتصاد د بیا رغولو په موخه له دندې د ۶۰۰۰ کارکونکو د ګوښه کولو پلان نیولی دی.

د کارکونکو په شمېر کې دغه کمی د دوی د ټول بشري ځواک (۲۰ زره کارکونکو) ۳۰ سلنه جوړوي.

د نوموړي شرکت چارې به تر دې وروسته د حکومت له خوا سمبالېږي او یو نوی اجرایوي مشر به هم ورته وګومارل شي.

څېړونکي اوس هم د اېم ایچ ۳۷۰ الوتکې چې د مارچ میاشت کې له کوالالمپوره د بېجینګ په لور د الوتنې پر مهال تري تم شوه، په لټه کې دي.

د دې تر څنګ، په ختیځ اوکراین کې د اېم ایچ ۱۷ الوتکې د غورځېدو د پېښې پلټنې هم راونې دي.

د اقتصاد د بیا رغونې لپاره د مالیزیا هوايي شرکت نږدې دوه میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د پانګونې حکومتي کمپنۍ خزانه ناسیونال چې مخکې یې د مالیزیا د هوايي شرکت ۶۹ سلنه ملکیت درلود، اوس به د شرکت بشپړ ملکیت تر لاسه کوي.

د نوموړې کمپنۍ مشر ازمان مختار وویل:

"موږ د مالیزیا هوايي شرکت د اقتصاد د بیا رغونې لپاره اړین ګامونه په پام کې نیولي دي. که څه هم د بریا تضمین نه شته خو د دې شرکت بیا رغونه د مالیزیا د ملي اقتصاد د ودې لپاره خورا مهم دی".

د نورو پلانونو تر څنګ، د مالیزیا هوايي شرکت به تر دې وروسته د اوږده واټن الوتنې نه کوي او تمه ده چې تر ۲۰۱۸ کال پورې عادي اقتصادي حالت ته را وګرځي.

ورته مطالب