بریتانیا کې د ترهګرۍ ګواښ ډېر شوی

Image caption خو اغلې مې وویل داسې استخباراتې مالومات نه شته چې پر بنسټ یې برید "ژر پېښېدونکی" وبلل شي.

د بریتانیې د کورنیو چارو وزیره تېرېسا مې وايي چې د عراق او سوریې د روانو جګړو په ځواب کې د بریتانیې د ترهګرۍ د ګواښ کچه له "ډېر" نه "سخت" ته لوړه کړای شوې ده.

د ترهګرۍ د ګواښ دغه نوې کچه په دې معنا ده چې پر بریتانیې د برید "امکانات ډېر زیات" دي.

خو اغلې مې وویل داسې استخباراتې مالومات نه شته چې پر بنسټ یې برید "ژر پېښېدونکی" وبلل شي.

د ترهګرۍ دغه نوې کچه د بریتانیې لپاره د ګواښونو دوهم درجه ستر ګواښ دی.

د بریتانیې لومړي وزیر ډېوېد کېمېرون وویل چې د نویو قوانینو پر بنسټ به له هغو کسانو نه د پاسپورټ اخیستل اسانه شي چې بهر ته د جګړې لپاره سفر کوي.

د کورنیو چارو وزرات لا له وړاندې دا واک لري چې عامه ګټو ته په پام سره د یو چا پاسپورت واخلي او بهر ته له سفر کولو یې ودروي.

له دغه واک نه د ۲۰۱۳ کال اپریل او ۲۰۱۴ کال مارچ تر منځ ۱۴ ځلې کار اخیستل شوی چې خلک په ادعا شوي ډول بهرنیو هېوادونو ته د ترهګرۍ یا جرمي کړنو په موخه سفر و نه کړي.

ښاغلي کېمېرون وویل د اسلامي دولت سخت دریځه ډله چې هڅه کوي یو "خلافت" یا اسلامي حکومت جوړ کړي، "موږ ته تر هغه ستر او ژور امنیتې ګواښ دی چې موږ یې مخکې فکر کړی و".

"ښايي موږ د مدیترانې تر غاړې او د ناټو د غړي هېواد په ګاوند کې یو ترهګر هېواد ووینو".

نوموړي وویل: "له تېر وخت نه د زده کړې معنا دا نه ده چې ګنې زموږ پوځ د ګواښونو پر وړاندې مسولیت نه لري" خو د پوځي ګام اخیستلو خبره یې و نه کړه.

ښاغلي کېمېرون زیاته کړه:

"د هغو بریتانویانو له خوا چې د اسلامي دولت تر څنګ جګړې ته ځې ګواښ پر زیاتېدو دی. له بریتانیې نه لږ تر لږه ۵۰۰ کسان په سوریه کې او ښایي عراق کې هم د جګړې لپاره تللي دي".

د امریکایي خبریال جېمز فولي د وژنې په وېډیو کې د را څرګند شوي مشکوک بریتانوي جهادي د پېژندلو هڅې روانې دي.

ښاغلي کېمېرون د فولي د وژنې په اړه وویل:

"دا څرګندوي چې ستونزه له موږ لرې نه ده او موږ یې نور له پامه نه شو غورځولی".

ورته مطالب