اوباما: روسیه د اوکراین د تاوتریخوالي مسؤوله ده

اوباما د انځور حقوق n
Image caption ولسمشر اوباما وويل د اوکراين د ننه د روسيې ځواکونو اخيستل شوي تصويرونه دغلته د مسکو رول په ډېر ښه ډول ښيي.

د امریکا ولسمشر اوباما ويلي، روسيه د اوکراين په ختيځ کې د تاوتريخوالي مسووله ده.

ده ويلي په اوکراين کې جګړه د کورني پاڅون له امله نه ده پيل شوې، بلکې اصلي لامل يې دغلته د روسې ژوره ښکېلتيا ده.

ولسمشر اوباما وويل د اوکراين د ننه د روسيې ځواکونو اخيستل شوي تصويرونه دغلته د مسکو رول په ډېر ښه ډول ښيي.

د سپينې ماڼۍ له لوري په يوه خپره شوې اعلاميه کې ښاغلي اوباما ويلي چې بيلتونپالو ته د روسيې له لوري هر ډول مرستې ورکول کېږي:

''په دې کې هېڅ شک نه شته چې په اوکراين کې اوسنی پاڅون کورنۍ موضوع نه ده. روسيه بيلتونپالو ته روزنه او وسلې ورکوي. موږ ګورو چې په دې ټول جنجال کې روسيه ښکېله ده. په هر څه کې د دوی لاس دی''.

تر دې وړاندې ناټو ويلي و، چې د روسيې شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېري په اوکراين کې له روس پلوو بېلتونپالو سره اوږه په اوږه جنګېږي.

خو روسيې دا تورونه رد کړي دي.

دغه راز د ملګرو ملتو امنيت شورا هم په نيويارک کې د اوکراين د کړکېچ په اړه يوه بېړنۍ غونډه کړې ده.

د اروپا همکارۍ او امنیت جرګه کې د اوکراین استازي روسي پوځ په ختیځ اوکراین کې له بېلتون غوښتونکو سره په همکراۍ تورن کړی.

د انځور حقوق n
د انځور حقوق n
Image caption پر همدې مهال، ناټو ویلي، دمګړۍ د اوکراین په خاوره کې نژدې ۱۰۰۰ روسي پوځیان موجود دي.

خو په دغه جرګه کې د روسیې استازي ویلي، په اوکراین کې د لسو هغو روسي پوځيانو په استثنا، چې څو ورځې مخکې په ناقصدي توګه د اوکراین خاورې ته ننوتي وو، هلته هېڅ روسي پوځیان یا پوځي توکي نه شته.

د روسیې انکار

بل خوا، روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین له ختیځ اوکراین سره د بشري مرستو غځولو ژمنه تازه کړې ده.

پر همدې مهال، ناټو ویلي، دمګړۍ د اوکراین په خاوره کې نژدې ۱۰۰۰ روسي پوځیان موجود دي.

په بلجیم کې د ناټو د قوماندې د مرکز یوه افسر ویلي "زموږ شمېرې ښيي چې د اوکراین په ختیځ کې تر زرو ډېر روسي پوځيان شته، چې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي او له هغوی سره اوږه- په اوږه جنګېږي".

د انځور حقوق n

ورته مطالب