روحاني: بندیز تېری دی، باید مخه یې ونیسو

د انځور حقوق president.ir
Image caption روحاني ویلي، باید د بندیزونو پر وړاندې ولس ټینګ ودرېږي او بیا تکرار نه شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د شنبې په ورځ ویلي: 'بندیزونه تېری او زیاتی دی، او موږ باید ددغه تېري پروړاندې ودرېږو او تېری کوونکي بېرته شاته وتمبوو'.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې تېره ورځ امریکا د ایران پر ځینو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه اعلان کړل.

روحاني ویلي، باید د بندیزونو پر وړاندې ولس ټینګ ودرېږي او بیا تکرار نه شي.

ایراني ولسمشر د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف او نورو ایراني دپلوماتانو فعالیتونه وستایل او له هغوی یې مننه وکړه، چې په نړیوالو خبرو کې یې د ولسمشر استازیتوب په ښه توګه وکړ.

حسن روحاني نوي بندیزونه د هېواد د انرژۍ پر برخې سربېره په سیاسي وضعیت کې هم د ستونزو راپورته کېدو لامل وبلل، خو د مخکني دولت پر سیاست یې لویه نیوکه دا وه، چې ګني د تېلو او ګازو د پراختیا برخه یې ډېر کار نه دی کړی:

"د تولید کمیت مو ټیت شوی، دوی ویلي وو چې اوس تېل نه شو خرڅولی، نه پوهېږم څه لامل یې دی. بله ستونزه دا وه چې زموږ د انرژۍ مشترکې سرچینې نورو وړلې او موږ په سپینو سترګو ورته کتل".

نوي بندیزونه

د انځور حقوق Getty
Image caption د یورانیمو د بډاینې اصلي خای نظنز کې دی.

امریکا پر هغو ایراني افرادو او شرکتونو نوي بندیزونه لګولي، چې د ایران د اتومي پروګرام د پراختیا او د ترهګرۍ د ملاتړ شک ورباندې شوی دی.

په دغو نویو بندیزونو کې نژدې ۲۵ افراد او شرکتونه په نښه شوي دي.

واشنګټن ټینګار لري تر هغو باید بندیزونه جاري وساتل شي، چې له لویو هېوادونو سره ایران د خپلې اتومي لانجې د حل لپاره هو نه وي ویلی.

ایران بیا تل ویلي، چې اتومي پروګرام یې د سوله ییزو او ملکي موخو لپاره دی او دا چې د برېښنا کار ترې واخلي، نه دا چې پوځي هدفونو ته فعالیت کوي.

د ترهګرۍ د چارو او استخباراتي مالي چارو مرستیال مشر ډیویډ کوهین په یوه اعلامیه کې ویلي، د امریکا له خوا دغه بندیزونه "د هر هغه کس پر وړاندې زموږ د ټینګ عزم څرګندونه کوي، چې هر ځای یې ناوړه فعالیت لري، او زموږ بندیزونه بابیزه ګڼي".

امریکايي چارواکو په ډاګه کړې ده، چې وروستیو بندیزونو پر اسیايي بانک، چې مرکز یې په روسیه کې دی، ډېر اغېز کړی.

دوی وايي، چې دغه بانک ډالري بانک نوټونه د ایران حکومت ته واردول.

د ایران د اتومي پروګرام په باب د ایران او شپږو لویو هېوادونو ترمنځ خبرې تېر کال ډېر جدي پړاو ته ورسېدې، خو پرېکړه دا شوه، چې ایران باید د اتومي پروګرام د یورانیمو د بډایه کولو کچه ټيټه کړي، په مقابل کې به پر ایران لګول شوي بندیزونه یوڅه سپک شي.

لاهم د دواړو غاړو ترمنځ خبرې روانې دي، چې د ستونزې یوه نهايي حل ته ورسېږي.

اټکل دی، چې د خبرو بل پړاو به د راتلونکې سپتمبر په نیمايي کې وشي.

ورته مطالب