د سوري ځواکونو بمباریو ۴۲ ماشومان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حلب ښار په لوېدیځ کې بیا پنځه ماشومان او درې زلمیان وژل شوي.

د سوریې د بشري حقونو د څار حکومت مخالفه ډله وايي، په تېرو دوو ورځو کې سوري ځواکونو پر ځینو ولایتونو بمبارۍ کړې چې لږترلږه دوه څلوېښت ماشومان یې وژلي.

بریتانیا مېشتې دغې ټولنې ویلي، یوازې ۲۵ ماشومان د تېرو شنبې او یکشنبې پر شپو په بمباریو کې وژل شوي او ۱۷ نور ماشومان بیا د جمعې او شنبې په ورځو وژل شوي دي.

د یاد سازمان د مشر رامي عبدالرحمن په وینا، زیاتره ماشومان په حلب او ادلب ولایتونو کې وژل شوي.

نوموړی وايي، دغه ماشومان د سوري پوځ چورلکو له خوا د چاودېدونکي بیلري بمونو په بمباریو کې وژل شوي.

دوی وايي، یو بیرل (بیلر) د ادلب ولایت په الهبیط سیمه کې د تېرې یکشنبې په ورځ غورځول شوی، چې پنځه ماشومان یې وژلي او پنځه نور زلمیان یې ټپیان کړي دي.

د حلب ښار په لوېدیځ کې بیا پنځه ماشومان او درې زلمیان وژل شوي.

پلازمېنه دمشق کې سوري پوځ پر جوبر کلي ۱۵ ځلې په دې هدف بمباري کړې، چې د وسله والو مخالفینو له ولکې یې وباسي، خو تر اوسه په دې

بمبارۍ کې د مرګ ژوبلې په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

د څار یاده ډله وايي، د سوریې په شمال کې د "اسلامي دولت" جنګیالیو په تېرو لسو ورځو کې ۳۱ مخالف وسله وال او ملکي وګړي وژلي دي.

په دغو وژل شویو کې د پوهنتون یو استاد او د "النصرت جبهې" غړي، چې د القاعدې اړوند دي، هم شامل دي.

ورته مطالب