د اوکراین ځواکونه له پوځي ماتو سره مخ دي

د انځور حقوق
Image caption روسیې بیا بیا د اوکراین او لوېدیځ هغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې دوی یاغیانو ته سرتیري او وسله ورکوي.

روسي پلوو ياغیانو د هېواد په ختیځ کې پرمختګ کړی او د اوکراین ځواکونه یې له ګڼو ماتو سره مخ کړې دي.

چارواکي وايي په سیمه کې د یاغیانو له تیري راهیسې د دوی نږدې ۷۰۰ پوځیان نیول شوي دي.

تر دې وړاندې د اوکراین پوځ ویلي وو چې روسي ټانکونو پرې برید کړی او حکومتي ځواکونه د لوهانسک هوايي ډګر څخه وتلو ته اړ شوي دي.

د اوکراین د دفاع وزیر ولېري هېلېتي وویل اوس دوی له روسیې سره په یوه ستره جګړه کې ښکېل دي چې ښايي لسګونه زره کسان په کې ووژل شي.

ښاغلي هېلېتي پر خپل فیسبوک پاڼه ویلي چې ياغیان مات شوي دي او روسیه په سیمه کې یو بشپړ یرغل ته اړ شوې ده.

نوموړي وویل: "زموږ کور ته یوه ستره جګړه راغلې ده چې اروپا د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې داسې جګړه نه ده لېدلې".

"په خواشینۍ سره په داسې یو جګړه کې به مرګ ژوبله په سلګونو نه په زرګونو او لسګونه زره وي".

روسیې بیا بیا د اوکراین او لوېدیځ هغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې دوی یاغیانو ته سرتیري او وسله ورکوي.

په ورته وخت کې، اوکرایني او روسي چارواکي د بیلتون غوښتونکو یاغیانو او نړیوالو څارونکو سره په مینسک کې خبرې اترې کوي.

په ختیځ اوکراین کې په اپریل کې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۶۰۰ کسان وژل شوي دي.

جګړه هغه مهال پیل شوه چې روسیې په مارچ کې د اوکراین سوېلي ټاپووزمه کریمیا له خپلې خاورې سره ونښلوله.

ورته مطالب