"فساد هر کال میلیونونه کسان وژني"

د انځور حقوق Getty
Image caption دغه ټولنې خپلو موندنو ته د "یو ټریلیون ډالرو رسوايي" نوم ورکړی.

یوې امریکايي ټولنې پخپل راپور کې ویلي، هر کال مخ پر ودې هېوادونو کې فساد د بې وزله هېوادونو د میلیونونو وګړو د ژوند خرابېدو لامل ګرځي، او هر کال بې وزله وګړي له نژدې یوه ټریلیون ډالرو بې برخې کېږي.

د "وان" په نامه د بې وزلۍ ضد دغې ټولنې –چې مرکز یې په امریکا کې دی- په راپور کې ویل شوي، په تېرو دوو لسیزو کې له ډېر فقر سره مبارزه نه ده شوې، چې اوس دا کار د فساد او جرمونو د خطر لوړېدو لامل ګرځېدلی.

دغه ټولنې خپلو موندنو ته د "یو ټریلیون ډالرو رسوايي" نوم ورکړی.

د فساد په ډولونو کې د خیالي شرکتونو او د پیسو سپینول هم شامل دي.

د راپور پربنسټ، هر کال فساد د نژدې ۳.۶ میلیون وګړو د مړو کېدو لامل ګرځي.

دغه ټولنه دا هم وايي، په ډېرو بې وزلو هېوادونو کې د وږو کسانو د مړینې مخه نیول کېدای شوای.

په راپور کې راغلي، چې فساد "پر خصوصي پانګونې منفي اغېز کړی، او اقتصادي وده یې محدوده کړې، د چارو د ادارې کولو لګښتونه یې ډېر کړي، او ان سیاسي کړکېچ یې راوستلی دي. خو پرمختللو هېوادونو کې فساد ډېر دی. حکومته پر خپلو روغتیايي، امنیتي، خوراکي او بنسټيزو پروژ او سرچینو ډېر لګښتونه نه کوي، چې له کبله يې د ماشومانو په شمول ګڼ وګړي مري".

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې تر ډېره بې وزلۍ په افریقا کې خلک د مرګ تر پولې رسولي دي.

دغه ټولنه په نومبر کې د استرالیا له جوړېدونکې سرمشریزوې د سترو صنعتي هېوادونو له مشرانو غوښتنه لري، چې دې مسالې ته جدي پام وکړي.

د ټولنې بله غوښتنه دا ده چې د پیټرولو او ګازو سکتورونه باید د هېواد د طبیعي د لوټېدو په اړه رپوټونه ورکړي.

راپور له مالیو د تښتېدونکو پروړاندې د جدي ګامونو اخیستو غوښتنه هم لري.