'اسلامي دولت' د یوه بل امریکایي خبریال 'سر غوڅ کړی'

سوتلوف د انځور حقوق Reuters
Image caption سوتلوف د ۲۰۱۳ کال اګست کې د سوریې شمالي حلب ښار ته څېرمه تښتول شوی و.

پر انټرنېټ یوه داسې وېډیو خپره شوې، چې د "اسلامي دولت" مخکني (داعش) ډلې د یوه بل امریکايي خبریال سټیفن سوتلوف سر پکې غوڅوي.

دغه ډله ګواښ کوي، تر هغو چې امریکا پر دغې ډلې بمباري نه وي درولې، دوی به د امریکايايي نیول شوو کسانو د سرونو غوڅولو ته دوام ورکړي.

د وېډیو په پای کې وسله وال کس د یوه بل خبریال، چې غالباً بریتانوی دی، د سر غوڅولو ګواښ کوي.

سوتلوف تېر کال په سوریه کې وتښتول شو.

تېره میاشت د "اسلامي دولت" ډلې یوه وېډیو خپره کړه، چې امریکایی خبریال جیمز فولي یې پکې وژلی و.

د سوتلوف مور شیرلي سوتلوف د فولي تر وژلو وروسته له اسلامي دولت نه د خپل زوی د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنسټ ویلي، امریکايي چارواکي لاهم د دغې خپرې شوې وېډيو د کره کولو په اړه پلټنه کوي.

په وروستیو کې امریکا په عراق کې د "اسلامي دولت" د جنګیالیو پر مرکزونو بمباري وکړه.

ایرنسټ وايي: "ددغې وېډیو کره والی نه شم تاییدولی یا دا چې په اړه یې رپوټونه ورکړل شوي. کله چې کومه وېډیو خپرېږي، نو امریکايي حکومت او استخباراتي چارواکي یې د کره والي په اړه پلټنه کوي."

"ناوړه ایتلاف "

د انځور حقوق AP
Image caption تېره میاشت د "اسلامي دولت" ډلې یوه وېډیو خپره کړه، چې امریکایی خبریال جیمز فولي یې پکې وژلی و.

په وېډیو کې یو مخ پټی سړی په بېدیا کې له زنګون شوي سوتلوف سره ښکاري، چې تورې جامې یې اغوستې او چړه یې په لاس کې ده. سوتلوف ته یې نارنجي کالي ور اغوستي دي.

مخ پټی سړی وايي، سوتلوف د امریکايي بریدونو د غچ اخیستو په غبرګون کې وژني:

"اوباما بیا راوګرځېدې، د اسلامي دولت پروړاندې د خپل سرتمبه بهرني سیاست له کبله راوګرځېدې... خو موږ مخکې هم ګواښ درته کړی و."

"له دې فرصته په ګټې اخیستو په دې ناوړه ایتلاف کې ټول شریک حکومتونه له امریکا سره د اسلامي دولت پرضد ګام اخیستو کې ګواښو چې بېرته وګرځي او زموږ هېواد خپلو هېوادوالو ته پرېږدي."

د انځور حقوق Getty
Image caption سټیون سوتلوف په مصر، لیبیا او سوریه کې خبریالي کړې ده.

د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون ددغه خبریال وژنه د "شمر وړ خبره" بللې ده.

سوتلوف د ۲۰۱۳ کال اګست کې د سوریې شمالي حلب ښار ته څېرمه تښتول شوی و.

دغه خبریال له "ټایمز" ورځپاڼې او "فارین پالیسي" او "کریسټین ساینس مانیټور" سره کار کړی.

نوموړي په مصر، لیبیا او سوریه کې خبریالي کړې ده.

د هغه ملګري وايي، چې په یمن کې هم د څو کلونو لپاره اوسېدلی، چې په عربي ژبه یې ښې خبرې کولی شوای.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوتلوف مور شیرلي سوتلوف د فولي تر وژلو وروسته له اسلامي دولت نه د خپل زوی د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

ورته مطالب