"اېبولا له ۱۹۰۰ ډېر کسان وژلي"

د انځور حقوق AP
Image caption اغلې چن وویل: "تر اوسه چې کوم ویروسونه موږ لیدلي، دا په کې تر ټولو ستر، سخت او پېچلی ویروس دی".

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي چې په لوېديځه افریقا کې د اېبولا ناروغۍ له کبله تر اوسه له ۱۹۰۰ ډېر کسان مړه شوې دي.

د دې مړینو تر څنګ په ګینا، سېرالیون او لایبېریا کې په دغې ناروغۍ د ۳۵۰۰ کسانو د اخته کېدو پخلی هم شوی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشرې مارګرېټ چن ویلي:

"په دغو هېوادونو کې د اېبولا ویروس له کنتروله بهر دی".

نوموړی سازمان به د پنجشنبې پر ورځ په جینیوا کې د یوې غونډې په ترڅ کې د اېبولا ناروغۍ یو لړ درملنې و ازمويي.

په غونډه کې به پر دې هم خبرې وشي چې دوی څنګه کولی شي په چټک ډول ازموینې تر سره او درمل تولید کړي.

د ناروغیو د کنترولولو د کارپوهانو، روغتیايي څېړونکو او د اغېزمن شویو هېوادونو چارواکو استازي به په دې غونډه کې ګډون ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د اېبولا ویروس سره د مبارزې لپاره لږ تر لږه ۶۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

نوموړي سازمان خبرداری ورکړی چې که دغه ویروس کنترول نه شي نو ښايي تر ۲۰ زره پورې نور کسان هم پرې اخته شی.

اغلې چن وویل: "تر اوسه چې کوم ویروسونه موږ لیدلي، دا په کې تر ټولو ستر، سخت او پېچلی ویروس دی".

نوموړې زیاته کړه: "هېچا، ان د ویروسونو د خپرېدا کارپوهان چې له ۱۹۷۶ نه تر ۱‍۹۹۵ کلونو پورې په کار بوخت و، تر اوسه داسې څه نه دي لیدلي".

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې له ۴۰ سلنې ډېرې مړینې د سپتمبر تر ۳مې په دریو اوونیو کې پېښې شوې دي.

د چارشنبې پر ورځ د نایجیریا حکومت د پورټ هارکورټ په ښار کې د دغه ناروغۍ له کبله د دوو نورو کسانو د مړینې راپور ورکړ.

د اېبولا ویروس ویره اوس ان تایلینډ کې هم خپره شوې چې له کبله یې د دغه هېواد بېړۍ چلونکي د افریقا په لور له تلو ډار لري.

د تالینډ د وریجو د صادرولو ادارې چارواکي وېچای سري پرسرت ویلي چې دغې چارې افریقا ته د دوی د وریجو صادرات اغېزمن کړې دي.

ورته مطالب