له ۳۰ کال زندان وروسته دوه وروڼه بې ګناه وګڼل شول

د انځور حقوق AP
Image caption میک کلم په ۱۹۸۳ کال کې زنداني شو

دوه امریکايي سړي، چې په ذهني توګه معذور دي، د جنسي تېري او قتل په تور درې لسیزي په زندان کې له تېرولو وروسته خوشي شوي دي.

دغه سړي له هغه وروسته خوشي شوي، چې ډي این اي شواهدو د دغو کسانو بې ګناهي ثابته کړه.

ناسکه وروڼه هنري میکولوم او لیون براوون ۱۹۸۳ کال کې د ۱۱ کلنې سبرینا بیوې د مړي له موندل کېدو وروسته په شمالي کېرولینا کې پولیسو یوړل.

که څه له جرم سره د دوی د تړاو په باب کوم فزیکي ثبوت و نه موندل شو، خو دوی مجرمان وپېژندل شول او د مرګ په سزا محکوم شول.

خو دا وروستیو کې د جرم له ځایه موندل شوي ډي این اي معاینې یو بل سړی ښکېل وښود، چې د ورته جرم په تور زنداني دی.

یو قاضي د دوی سملاسي خوشي کولو امر وکړ. د براون وکیل وايي،دغه قضیه یوه تراژیدي وه، چې نه یوازې د اړوندو کسانو ژوند یې اغیزمن کړ، بلکې وايي زموږ د هېواد عدالتي نظام يې هم اغیزمن کړ.

د شمالي کیرولینا په ریډ سپرنګ سیمه کې په ۱۹۸۳ کال کې د ۱۱ کلنې سبرینا مړی ومندل شو، چې له وژنې مخکې پرې جنسي تېری شوی و.

هاغه مهال میک کلم او براون ۱۹ او ۱۵ کاله عمرونه درلودل، پولیسو دوی له پېښې نه څو اونۍ وروسته ونیول، خو له دې پېښې سره په تړاو هېڅ شواهد و نه موندل شول.

براون تنکی ځوان و چې له ډاره یې دغه جرم پر ځان منلی و، میک کلم له سختو څېړنو یو څو ساعته وروسته پر دغه جرم اعتراف کړی و. هاغه مهال د دوی د کورنۍ نور غړي او د دوی وکیل هم موجود نه وو.

د هغه کوچني ورور پر یوه لیکل شوي اعترافي بیان لاسلیک کړی و.

دواړو وروسته په محکمه کې له دغه جرم نه انکار وکړ او ویلي وو، چې دغه اعتراف دوی د فشار له کبله کړی وو.

سره له دې هم دوی دواړه مجرم وګڼل شول او د مرګ په سزا محکوم شول.

وروسته له هغه د براون سزا په عمري زندان بدله شوه او د دوی پر سر یوازې د جنسي تېري تور پاتې شو. خو میک د مرګ په سزا محکوم پاتې شو تېرو کلونو مودې کې د دواړو لخوا د استناف غوښتنه وشوه.

په ۲۰۱۰ کال کې د بې ګناهۍ اړوند ادارې د دوی قضیه واخیسته او داسې ثبوتونه یې وموندل، چې د دوی وکیلانو نه وو موندلي.

د انځور حقوق AP
Image caption براون تنکی ځوان و چې د جنسي تیري په تور زنداني شو

د شواهدو له مخې له وژل شوې نجلۍ سره دغو دوو ورڼو هېڅ کومه اړیکه نه درلوده.

د پېښې له ځای نه تر لاسه شوې ډي این ای د ۷۶ کلن روسکو ارټیس وه، چې نوموړی د پیښې ځای سره نژدی و، چېرې چې د دغې ماشومې مړی موندلی شوی و.

ارټس د سبرینا له وژل کېدو وروسته د یوې میاشتې په ترڅ کې پر یوې بلې نجلۍ د جنسي تېري او وژنې په تور په سزا محکوم شو.

ورته مطالب