پاکستان کې پرله پسې بارانونو ۵۳ کسان وژلي

د انځور حقوق BBC World Service

د پاکستان پنجاب ایالت او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیرسیمو کې د پرله پسې بارانونو له امله لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي.

د دولتي چارواکو په وینا، په پنجاب ایالت کې ۳۸ کسان وژل شوي او ۳۲ تنه ټپیان دي.

د جمعې ورځې سهار(سپتمبر ۵) د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر سیمې د ژغورنې او مرستې رسونې ادارې چارواکو بي بي سي ته وویل، مظفر اباد ته ورغلې ټولې ځمکنۍ لارې بندې شوې.

له بلې خوا د پاکستان د طبیعي پښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، د بارانونو له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۱۵ تنو ته رسیدلی.

ډېری وژنې په لاهور کې پیښې شوې دي.

د لاهور سر بیره په فیصل اباد، ګوجرانواله، نارووال، چنیوټ او په قصور کې وژنې رامنځ ته شوې.

همدارنګه پرون د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي و، چې ډېرې کسان د کورونو نړېدو له کبله وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په وینا کشمیر کې د یوې خاورینې غونډۍ ښوېدو له کبله د یوه افسر په شمول درې پوځیان هم وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د پاکستان هوا پېژندنې ادارې پرون د پنجاب ایالت په چناب، راوي او ستلج سیندونو کې د سیلاب راوتو په اړه خبرداری خپور کړی و.

د یادې ادارې په وینا د سږ کال بارانونو یو جوپه د هند له لوري د ختیځ پنجاب ایالت لور ته د خوځښت په حال کې ده.

ورته مطالب