م.م: په هرو لسو نجونو کې یوه ځورول شوې

د ملګرو ملتونو په یوه نوي رپوټ کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې تر شل کلنۍ ۱۲۰ میلیونه نجونې ځورول شوې او یا جنسي تیری پرې شوی.

رپوټ دغه راز وايي په ۲۰۱۲ کال کې په ټوله نړۍ کې له پنځو تنو وژل شویو کسانو نه یو یې ماشوم دی.

دغه رپوټ د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسف) چمتو کړی او له ۱۹۰ هېوادنو نه د لاس ته راغلو مالوماتو پر بنسټ جوړ شوی.

همدا راز رپوټ وايي چې په ټوله نړۍ کې ماشومان په پراخه کچه د رواني، بدني او جنسي تاوتریخوالي له خطر سره مخامخ دي.

رپوټ زیاتوي دغه بد چلند، چې جنسي تاوتریخوالی، ښکنځلې ویل، فزیکي او رواني ځورونې پکې شاملې دي، په ډېرو مواردو کې د کورنۍ د غړو او یا پالونکو له خوا ورسره ترسره کېږي.

یونیسف په خپل رپوټ کې ویلي، چې ۱۰ سلنه نجونې تر ۲۰ کلنۍ پورې د جنسي تېري ښکار کېږي.

د یونیسف دغه رپوټ زیاتوي چې یو پر دریمه برخه پېغلې او کم عمره واده شوې نجونې د مېړونو له خوا په رواني، جسمي او جنسي ډول ځورول کېږي.

رپوټ وايي په ۲۰۱۲ کال کې په ټوله نړۍ کې ۹۵ زره ماشومان او تنکي ځوانان وژل شوي دي.

زیاتره قربانیان د لاتینې امریکا او د کریبین اړوند دي.

همدارنګه له هرو لسو ماشومانو څخه شپږو ته یې د خپلو پالونکو له خوا بدني تنبیه ورکول شوې ده.

د یونیسف رپوټ پر بنسټ د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې په هغو ځایونو کې تر سره شوې چې باید د دوی لپاره خوندي وي، لکه کور، ښوونځی او ټولنه.

رپوټ ژیاتوي چې ډېرو هېوادونو کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی عادي خبره بلل کېږي او ډېری قربانیان یې د وېرې له کبله په اړه څه نه وايي.

ورته مطالب