"اسلامي دولت" د بل لبناني عسکر "سر غوڅ" کړی

زینب نون د انځور حقوق AP
Image caption زینب نون: ''زما زوی قرباني شو."

له لبنان نه خبرونه وايي، د "اسلامي دولت" جنګیالیو د هغه لبناني پوځي سر غوڅ کړی، چې تېره میاشت یې له ځینو نورو پوځيانو سره تښتولی و.

د خواله پر رسنیو ددغې وژنې انځورونه خپاره شوي دي.

دغه پوځي د هغو نورو پوځيانو په ډله کې و، چې د لبنان په عرسال سیمه کې د جګړې پرمهال د "اسلامي دولت" لاسونو ته ورغلل.

لبناني امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې له سوریې ور اوښتونکي سخت دریځي اسلامپالي له خپلو پولو لیرې وساتي.

"اسلامي دولت" ډلې وړاندې یوه ډله پوځيان یرغمل کړي وو، خو "نصرت جبهې"، چې له القاعدې شبکې سره تړلې ډله ده، ځینې پوځيان له ځانه سره ساتلي دي.

وړاندې، "اسلامي دولت" ویلي وو، که چېرې د لبنان حکومت د دوی غوښتنې ونه مني، په هرو درو ورځو کې به یو پوځي اعدام کړي.

د لبنان پوځ په تېر اګست کې له وسله والو اسلامپالو ډلو سره په عرسال کې د یوه قومندان تر نیول کېدا وروسته نښته وکړه.

په دې نښته کې چې څو ورځې یې دوام وکړ، ۱۹ پوځيان او ۱۶ ولسي وګړي او لسګونه وسله وال ووژل شول.

دغه نښته د علماوو د یوه پلاوي په منځګړیتوب د دواړو لورو له خوا د اوربند په اعلان سره پای ته ورسېده، خو وسله والو له ښاره په وتلو له ځان سره ۲۸ لبناني پوځیان یووړل.

د اګست په وروستۍ اونۍ کې، یوه وېډیو خپره شوه، چې ظاهراً د یوه بندي پوځي سر پکې غوڅ شوی و.

له یوې اونۍ راهیسې، د لبنان پوځ د وژل شوي پوځي د مړي د سپارلو اعلان کړی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption عرسال ته په وروستیو کې نور ملاتړي لبناني پوځيان واستول شول

تر دغو پېښو وروسته، د "نصرت جبهې" وسله والو څلور پوځيان او د پولیسو یو افسر خوشي کړل.

د وژل شوي پوځي عباس مدلج مور زینب نون وايي، د سر غوڅولو وېډیو انځورونه ریښتیني دي:

"زما زوی قرباني شو."

په تېره شنبې "اسلامي دولت" په یوه اعلامیه کې ویلي وو، دغه پوځي یې د تېښتې له یوې ناکامې هڅې وروسته وژلی.

د لبنان چارواکو ویلي وو، چې د وژل شوي پوځي علي سید مړی له عرسال بهر سرې میاشتې ته سپارل شوی.

"اسلامي دولت" ډله د عراق او سوریې پر ځینو مهمو سیمو واکمنه ده، چې په وروستیو کې یې د دوو امریکايي خبریالانو جیمز فولي او سټیفن سوتلوف سرونه غوڅ او وېډیوګانې خپرې کړې.

ورته مطالب