وینس فلم فسټیوال: سوډاني فلم ګولډن لائن جایزه وګټله

د انځور حقوق EPA
Image caption دا فلم د شنونکو او کره کتونکو له خوا ډېر ستایل شوی

د ایټالیې په ښار وینس کې جوړ شوي نړیوال فلمي فسټیوال کې د ګولډن لائن جایزه یوه سوډاني فلم ته ورکړل شوه.

دغه جایزه د وینس فلم فسټیوال تر ټولو لوړه جایزه ګڼل کېږي.

د سوډاني فلم جوړوونکي کار روی انډرسن کامېډي فلم چې "آ پنجېن سېټ آن ا برانچ رفلېکټنګ آن اېګزېسټنس" نومېږي د کال تر ټولو غوره فلم ونومول شو.

د فلم کیسه د ونې پر یوه څانګه ناستې کوترې پر وجود راڅرخي.

دا فلم د شنونکو او کره کتونکو له خوا ډېر ستایل شوی.

تر جایزې ترلاسه کولو وروسته ښاغلي انډرسن وویل چې د دغه فلم کیسې د ایټالوي فلم جوړوونکي کار وټوري دې سیکا له فلم بایسکل تیفز (بایسکل غلاکوونکي) نه سرچینه اخیستې.

په وینس فلم فسټیوال کې د غوره اکتور نارینه جایزه امریکايي هنرمند ایډم ډرائیور ته ورکړل شوه.

نوموړي دغه جایزه د سیویریو کوسټانزو په فلم "هنګري هارټز" کې د ښه رول لوبولو له کبله ترلاسه کړه.

په همدې فلم کې د ښځینه لوبغاړې رول لوبوونکې ایټالیوي هنرمندې البا روهراشر ته د غوره اکتورې جایزه ورکړل شوه.

ورته مطالب