امریکا حدیثه بند ته څېرمه پر'اسلامي دولت' بمبارۍ کړې

د انځور حقوق BBC World Service

امریکايي چارواکو ویلي، پوځيانو یې د عراق په لوېدیځ کې د 'اسلامي دولت' سخت دریځ، جنګیالیو پر ځینو پوستو بمبار کړی دی. تر ډېره امریکايي پوځ د عراق دویم لوی 'حدیثه' بند سیمه کې بریدونه متمرکز کړي دي. حدیثه بند د عراق په لویدیځ د انبار ولا یت کې د فرات پر سیند جوړ شوی دی، چې د بغداد په شمال لوېدیځ ۱۸۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. امریکايي چارواکو ویلي، د دغه هېواد هوايي بریدونه د عراقي ځواکونو د ملاتړ په موخه شوي، چې د 'اسلامي دولت' د سخت دریځو پر وړاندې دغه بند وساتي. دغو سخت دریځو چې د عراق پر یو شمېر بندونو د واک تر لاسه کولو هڅه یې کوله، په دې بریالي شول چې د موصل او فلوجې بندونه ونیسي، خو د حدیثه بند تر اوسه د عراقي ځواکونو او دولت پلوه سني قبیلو په واک کې دی. وړانډې په رپوټونو کې راغلي وو، چې د عراق کردي ځواکونو 'پیشمرګه' د امریکا د هوايي بریدونو په ملاتړ د موصل په ختیځ کې د مشرف لوړې څوکې د 'اسلامي دولت' له جنګیالیو ونیولې. هره ډله چې دغه لوړې څوکې ونیسي، ترې لاندې لمنې او هوارې سیمې په اسانۍ سره نیولی شي. رپوټونه وايي، د دغې سیمې د نیولو لپاره په نښتو کې د 'اسلامي دولت' تر ۳۰ ډېر وسله وال وژل شوي. پر همدې مهال، د موصل ښار واک دا مهال د 'اسلامي دولت' په لاس کې دی. یوه اونۍ مخکې کردي 'پیشمرګه' د امریکا په هوايي ملاتړ د موصل د تېلو بنسټونو ته څېرمه سیمې له 'اسلامي دولت' نه په بېرته نیولو وتوانېدل. دا مهال د موصل ښار د نیولو هڅې روانې دي.

ورته مطالب