اوباما د کډوالۍ د مقرراتو د سمون پروګرام ځنډولی

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا ولسمشر ژمنه کړې وه چې د اجراييوي واک نه په ګټې اخیستو به د پام وړ اصلاحات عملي کړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ، چې د خپلې پخوانۍ ژمنې خلاف اوس د دې هوډ نه لري چې له خپل واک نه د کډوالۍ د مقرراتو د اصلاح او متحده ایالاتو کې د اوسېدو په اړه ترې ګټه پورته کړي.

د اوباما د دولت په کورنیو چارو کې یو له لومړیتوبونو څخه د کډوالۍ د قانون اصلاح پروګرام و، خو دغه لومړیتوب د جمهوري غوښتونکو د مخالفت له وجهې په کانګرس کې تر کوم ځانکړي ځایه ونه رسېد.

د امریکا ولسمشر د روان کال په جون میاشت کې ژمنه کړې وه، چې خپل اجراييوي واک به وکاروي او د پام وړ اصلاحات به پلي کړي.

خو وروسته په جولای میاشت کې اعلان وشو چې تر ۵۵ زرو ډېر ماشومان چې یوازې وو، د ۲۰۱۳ کال په اکتوبر میاشت د جنوبي پولو لخوا د امریکا خاورې ته وردننه کیدو پرمهال نیول شوي.

بارک اوباما له ان بي سي شبکې سره په ځانکړې مرکه کې ویلي، چې سږ کال د سوېلي امریکا د پولو لخوا د ماشومانو دننه کیدل امریکا ته او په دې اړه نیوکو د ده په سیاسي کړنو یې ډیر اثر پرې باسلی دی.

داسي ښکاري چې د هغه پریکړه به په ځانګړي ډول په سوېلي او لویدیځو ایالتونو کې د دیموکراتو سناتورانو له کمپاین سره د مرستې لپاره وي او کیدای شي د کډوالۍ د مقرراتو د اصلاح پروګرام سږکال ټاکنو کې د دوی د بریا پر بخت ناوړه اغېزه وکړي.

باراک اوباما ویلي و: ''زه غواړم صبر وکړم تر هغه چې ډاډمن شم ایا خلک په دې پوهیږي چې ولې موږ غواړو دغه کار تر سره کړو او دقیقاً ولې دغه کار د امریکا د خلکو او اقتصاد لپاره دی''.

په ۲۰۰۸ کال کې د هغو کډوالو ماشومانو شمېر چې امریکا ته یې یوازې سفر کړی و، ۲۰ زرو ته رسیدلی و، خو په ۲۰۱۴ کال کې له ۵۵ زرو نه هم شمېر لوړ شو.

په امریکا کې لږترلږه ۱۱ میلیونه کډوال اوسېږي، چې له نیمايي ډېر یې د مکسیکو وګړي دي.

ورته مطالب