د اوکراین اوربند نویو بریدونو ټکنی کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption د ماریوپول پر ښار د هوانونو ډزې شوې او د دنېڅک هوایي ډګر ویشتل شوی دی

په ماریوپول کې تر مرګونو بریدونو وروسته، د دنېڅک هوايي ډګر ته نژدې نوې نښتې شوې دی. دغو نښتو په اوکراین کې د اوربند د دوام په اړه اندېښنې را پورته کړې دي.

د اوکراین په ختیځ کې اوربند تقریبا ټوله شنبه ټینګ و خو د شبنې په ماښام (د سپتمبر ۶مه) د ماریوپول په سیمه کې د هاوانونو ډزې وشوې چې یوه مېرمن یې ووژله.

وروسته د یکشنبې پر سهار د دنېڅک هوایي ډګر کې چاودنې وشوې.

اوربند او د سولې لارنقشه د اوکراین، روسیې، روسي پلوو یاغیانو او په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د سازمان په ګډون لاسلیک شو.

روسیې تل دا تورونه رد کړي چې ګواکې د اوکراین ختیځ ته ځواکونه او وسلې استوي او له یاغیانو سره مرسته کوي. یاغیان دلته خپل دولت جوړول غواړي.

د بیلاروسیې په پلازمېنه مینسک کې د اوربند تر هوکړې وړاندې یاغیانو د ماریوپول پر ښار او دنېڅک هوايي ډګر ور روان وو. ماریوپول د کریمیا پر لا ر پروت دی او د ختیځ اوکراین د خپلواکۍ په صورت کې به لوی اقتصادي ارزښت ولري.

وړمه شپه د اوکراین په ختیځ کې د سختو جګړو رپوټونه نه و ورکړل شوي. خو د اوکراین د ملي او دفاعي ځواکونو ویاند، اندرې لیسېنکو وویل تر اوربند وروسته د اوکراین پر ځواکونو لس ځلې ډزې شوې دي.

ځينې نا تایید شوي رپوټونه وایي چې د اوکراین د ایدار په نوم پر کنډک برید شوی او ځینې پوځیان یې وژل شوي دي.

په دنېڅک کې د بي بي سي ریچارد ګالپین وایي، د دنېڅک هوايي ډګر ته نېږدې یې د درنو هاوانونو زیاتې ډزې اورېدلې دي.

د دنېڅک د خپل سري جمهوریت مشر الکساندر زخارچېنکو وایي، اوربند په پوره توګه نه دی مراعت شوی.

د انځور حقوق AP
Image caption د یکشنبې پر سهار د دنېڅک اوسېدونکي د هاوان د ډزو شاهدان وو

د اوربند د شرایطو له مخې باید دواړه لوري د جګړې له سیمې چې څومره ژر شونې وي، درنې وسلې وباسي.

روسیې همداشان له اوکراین سره هوکړه کړې چې ختیځو سیمو کې بشري مرستې بیا پیل کړي. د اوکراین ولسمشر پېترو پاراشېنکو وویل، تړون ۱۲ مادې لري او باید یرغملان هم خوشي شي.

نوموړي دا هم وویل چې د لانجې د اوږد مهال حل لپاره هم باید خبرې اترې وشي.

له اپرېل راهیسې چې په اوکراین کې شخړه پیل شو او روسیي پلوو یاغیانو بریدونه پیل کړل، تر اوسه ۲۶۰۰ تنه وژل شوي دي.

اروپايي ټولنه وایي د دوشنبې په ورځ به پر نورو روسیي سوداګرو نور بندیزونه ولګوي خو که روسیې له اوکرایینه پوځي ځواکونه وباسي او اوربند مراعت کړي نو بندیزونه به بېرته لرې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزرات وایي که د اروپايي ټولنې له خوا پر دوی نوي بندیزونه ولګېدل نو بې له شکه د دوی له خوا به ورته غبرګون وښوول شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د دنېڅک هوایي ډګر ته نژدې ډزې او چاودنې شوې دي

نوي اقتصادی بندیزونه نور ۲۴ تنه په نښه کوي چې اروپايي ټولنې هېوادونو ته سفر نه شي کولی او شتمنۍ یې کنګلېږي.

د دغو کسانو په منځ کې د اوکراین په ختیځ دنېڅک او لوهانسک کې روسي پلوي بېلتون پالي، په کریمیا کې چارواکي چې روسیې له ځان سره ونښوله او د روسیې ځينې چارواکي او سوداګر راځي.

دا څرګندونې د اروپايي شورا مشر هېرمن وان رومپوی او داروپايي کمسیون مشر خوزې مانوېل باروسو د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره څرګندې کړې دي.

په بي بي سي کې د اقتصادي چارو خبریال تېو لېګېت لیکي: د نوو بندیزونو موخه د روسیې پر اقتصاد فشار راوړل دي.

په دغو بندیزونو سره به د روسيې د انرژۍ دولتي موسسې او د دفاعي صنعت موسسې نه شي کولئ له اروپايي مالي موسسو پيسې پور کړي.

په کمپوټري پرزو او ماشین الاتو بندیز چې په دې توګه به دا ۲۴ کسان نشي کولی اروپایي ټولنې ته سفر وکړي او شتمنۍ به یې هم کنګلېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي اروپايي ټولنه په دې توګه دا اشاره ورکوي چې دوی په کییف کې د جنګېدونکي لوري ملا تړي.

ورته مطالب