آیت‌الله خامنئي 'روغتون کې بستر شوی'

د انځور حقوق BBC World Service

د ایران رسمي سرچینو ویلي،‌ د دغه هېواد ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنئي په روغتون کې بستر شوی دی.‌

د ایت الله خامنئي په ویبپاڼه کې رپوټ خپور شوی چې نن سهار دوشنبه (۸ سپتمبر) د ایران مذهبي مشر په یوه دولتي روغتون کې عملیات شوی.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د نوموړي د بستري کېدو لامل د ''پروستات ناروغي'' اعلان شوې.

په رپوټونو کې د هغه عملیات بریالي ګڼل شوي.‌

د ایران دغه مشر روغتون ته تر تګ مخکې د ایران خبر تلویزیون ته ویلي:‌''د اندېښنې ځای نه دی،‌ دا په دې مانا نه ده چې خلک دعاګانې ونه کړي، خو ان شاء الله د اندېښنې خبره نه ده،‌ دا یو ډېر عادي او معمولي عملیات دي.'' ایت الله خامنئي ۷۵ کلن دی او د روح الله خمیني له مرګ وروسته له ۲۵ کلونو راهیسې د ایران د مذهبي مشر دنده پر غاړه لري.

تېر کال هم ډېرې داسې ګنګوسې خپرې شوې،‌ چې ګني د ایران دغه مذهبي مشر د ناروغۍ له کبله بستري شوی.

د ۱۳۸۵ کال جدې میاشت کې د سختې ناروغۍ او ان د مرګ خبر یې خپور شوی و، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه خبر دروغ وباله.

په ځینو مراسمو کې د ایران د دغه مشر نه ګډون کول معمولاً‌ دا ډول ګنګوسې قوي کړې.‌

د ایران د مذهبي مشر د روغتیا خبرونه معمولاً د رسمي سرچینو له لارې نه خپرېږي، چې همدغه موضوع د ځینو ګنګوسو لامل ګرځېدلې ده.

ورته مطالب