م. م له کاندیدانو د ملي یووالي حکومت جوړول غوښتي

د انځور حقوق
Image caption بان کي مون هیله ښودلې، چې دواړه نوماندان باید پر خپلو ژمو ودرېږي او د هېواد واک په سوله ییز ډول ولېږدول شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو د ملي یووالي د حکومت جوړېدو پر سر یې هوکړې ته د رسېدو غوښتنه کړې.

ملګرو ملتونو د بان کي مون له خولې په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي "د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي د ولسمشرۍ دواړه نوماندان ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله ‎ هڅوي چې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په اړوند د هغې موافقتنامې له مخې چې د روان کال د جولای په ۱۲نیټه شوې وه، یوې موافقې هوکړې ته ورسیږي. "

ملګرو ملتونو د ټاکنو اوسنی پړاو او د واک لېږد د هېواد لپاره یو اساسي پړاو بللی، چې په وینا یې د ریښتینې همکارۍ له لارې باید د افغانستان پر وړاندې ډېرو ننګونو ته ځواب وویل شي.

بان کي مون له داړو کاندیدانو غوښتي، چې د خپل مسؤولیت له مخې افغانستان د سولې او سوکاله راتلونکي لوري ته بوځي، چې په وینا یې دا کار یوازې په "ګډو هڅو" رامنځ ته کېدای شي.

دغه سازمان وايي، دواړه نوماندان باید د هغې پرېکړې له مخې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کيري په منځګړیتوب رامنځ ته شوه، د دویړ پړاو ټاکنو د هر اړخیزې ارزونې پایلې ومني او د ملي یووالي حکومت جوړ کړي.

د دویم پړاو ټاکنو ارزونه د روان سپتمبر پر څلورمه پای ته ورسېده، چې اوس کمیسیون دواړه نوماندان‎ سیاسي جوړجاړي ته تر رسېدا وروسته د وروستیو پایلو د اعلانولو په انتظار دی.

بان کي مون هیله ښودلې، چې دواړه نوماندان باید پر خپلو ژمو ودرېږي او د هېواد واک په سوله ییز ډول ولېږدول شي.

وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د ولسمشرۍ د ټاکنو له دواړو نوماندانو سره په تیلېفوني خبرو کې د ملي یووالي د حکومت جوړولو غوښتنه کړې وه.

د انځور حقوق
Image caption وړاندې هم ولسمشر حامد کرزي پر وخت د واک د لېږد ټینګار کړی و.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو یوځل بیا غوښتنه وکړه، چې همدا نن یوې هوکړېته ورسېږي.

کرزي په کابل کې د شهید اونۍ په پلمه د لویې جرګې خیمه کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل دا مهال د دواړو نوماندانو له خوا هېواد یوه نوي حکومت جوړېدو ته "سم لاسي" اړتیا لري:

"افغانستان خوار ژر یوه نوي حکومت ته اړتیا لري. زموږ د حکومت وخت پوره شوی دی. نوی حکومت غواړو او زموږ لپاره نوی حکومت ډاکټر صیب اشرف غني احمدزی او ډاکټر صیب عبدالله عبدالله جوړولای شي. د دوی اتحاد او اتفاق او یوې نتیجې ته د دوی رسېدل که همدا نن وشي، زموږ په خیر کار دی."

ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د درغلیو پر بنسټ لاسته راغلې د ټاکنو پایلې به و نه مني.

ورته مطالب