اوباما کانګرس ته پر "اسلامي دولت" د برید پلان اعلان کړ

د انځور حقوق AP
Image caption عراقي پوځ او کردي ځواکونو په تېرو څو ورځو کې له 'اسلامي دولت' سره خونړۍ جګړې وکړې.

امریکايي ولسمشر له کانګرس سره په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" د ډلې پروړاندې د بریدونو د پراختیا خبر ورکړی او وايي چې د کانګرس له موافقې پرته هم دغه بریدونه پراخولی شي.

د اوباما دا څرګندونې د کانګرس او دیموکراتو او جمهوریت غوښتونکو له مشرانو سره په سپینه ماڼۍ کې د کتلو په درشل کې اعلان شوې دي.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر اوباما "د کانګرس مشرانو ته وویل، داسې لازم واک لري، چې په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" پروړاندې بریدونه پراخه کړي، د هغه اشاره دې ته وه چې د دغې پرېکړې په اړه د کانګرس موافقه ضرور نه ده."

په پام کې ده، چې ولسمشر اوباما به د چارشنبې په شپه د "اسلامي دولت" پروړاندې د جګړې پلان تشریح کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي، اوباما هوډ لري د "اسلامي دولت" پر وړاندې د کانګرس د موافقې هرکلی وکړي.

ددغې ډلې د ځپلو لپاره د لازمو مالي سرچینو چمتو کولو او په سوریه کې د حکومت مخالفو "منځلارو عناصرو" د ملاتړ لپاره هم پر موافقې کار روان دی.

د ولسمشر په پلان کې دا هم دي، چې په سوریه او عراق کې د "اسلامي دولت" مرکزونه لا ډېر په نښه شي.

له کانګرسي مشرانو سره د اوباما دا ناسته ټيک یو کال وروسته تر هغه شوې، چې کانګرس د سوریې پرضد د توغندیزو بریدونو پلان رد کړی و.

له هماغه وخت راهیسې، د "اسلامي دولت" ډلې د سوریې او عراق ډېرې برخې ونیولې.

دغې ډلې په تېر جولای کې د "اسلامي خلافت" جوړولو اعلان وکړ.

د انځور حقوق AP
Image caption اوباما د 'اسلامي دولت' پرضد د هوايي بریدونو د پراخولو هوډ لري.

تېره میاشت، د "اسلامي دولت" جنګیالیو په عراق کې د دغې ډلې پروړاندې د امریکايي بریدونو په غبرګون کې د دوو امریکايي خبریالانو سرونه غوڅ کړل او وېډیوګانې یې خپرې کړې.

اوباما دا لیرې ګڼي چې ګني د دغې ډلې پرضد ځمکني عملیات دې پیل نه شي، خو هیله یې دا ده چې د سوریې په ګډون د دغې ډلې پروړاندې پراخ بریدونه وشي.

اوباما وویل "په یوه میاشت کې به موږ نه یوازې موږ د دغې ډلې په ځپلو وتوانېږو، بلکې پیاوړتیا به یې په تدریجي ډول کمه کړو، او هغه سیمې به بېرته ترې ونیسو، چې د دوی په واک کې دي، او په پای کې به یې ختمه کړو."

د منځني ختیځ لپاره د امریکا د متحده ایالتونو پخواني استازي ډینس روس بي بي سي ته وویل ښاغلی اوباما باید په دغه وینا کې د نړیوالو ائتلاف په اړه هم خبرې وکړي:

''یوازې امریکا باید د اسلامي دولت ډلې په وړاندې ونه دریږي، اړتیا ده چې نړۍ باید د دغې ډلې په وړاندې ودریږي، او په ځانګړي ډول مخکښ عربي دولتونه او سني قبایل باید د اسلامي دولت ډلې په وړاندې ودریږي، دا یوازېنۍ لاره ده چې وښودل شي دغې ډلې خپل اعتبار له لاسه ورکړی او واقعاً د ټولو له خوا یوه رټل شوې ډله ده.''

په امریکا کې وروستیو نظر پوښتنو ښودلې چې خلک د اسلامي دولت ډلې پرضد د پوځي غبرګون ملاتړ کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په تېر جون کې، اسلامي دولت سوریه او عراق کې خپل خلیفه اعلان کړ
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسلامي دولت د ایزیدي په ګډون د عراق ډېری لږکي وترهول

ورته مطالب