اوباما: داعش به په سوریه کې هم تعقیب شي

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوباما وايي، داعش د امریکا پر وړاندې ګواښ دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په عراق او سوریه کې د 'اسلامي دولت' ډلې پر وړاندې د دغه هېواد ستراتیژي اعلان کړه. هغه په خپله وینا کې چې د تلویزیونونو له لارې خپریده وویل، د 'اسلامي دولت' پر وړاندې عملیاتو کې له عراق سر بیره په سوریه کې هم ځنډ ونه کړي.

هغه داعش امریکا ته یو ګواښ وګاڼه:"که څوک امریکا وګواښي نو امن ځای به پیدا نه کړي." هغه همدارنګه اعلان وکړ چې امریکا به ۴۷۵ پوځیان عراق ته واستوي خو نیغ په نیغه به جنګي عملیات نه تر سره کوي. نوموړي خپلې خبرې د دې موضوع په یادولو پیل کړې چې امریکايي ځواکونو اسامه بن لادن او نور ډیری القاعده مشران یې په پاکستان او افغانستان کې وژلي دي.

اوباما وویل، چې داعش یوه 'اسلامي' ډله نه ده ځکه "هیڅ مذهب د بې ګناه وګړو وژل روا نه ګڼي" او یادونه یې وکړه چې د داعش له لوري "لوی اکثریت" قربانیان مسلمانان وو. نوموړي وویل:"کولی شم اعلان وکړم چې امریکا به د دغه ترهګریز ګواښ پر وړاندې د یوه لوی ائتلاف مشري په غاړه واخلي." ده زیاته کړه:"لومړی به سیستماتیک هوايي عملیات د دغو ترهګرو پر وړاندې تر سره کړو." نوموړي د امریکا له کانګرس وغوښتل چې د سوریې مخالفو وسلوالو د ،،روزنې او تجهیز لپاره نورې سر چینې،، برابرې کړي.

ښاغلي اوباما دې ته هم اشاره وکړه چې اړینه ده له بهر نه منځني ختیځ ته او همدارنګه له منځني ختیځ نه بهر نړۍ ته د جنګیالیو بهیر ودرول شي، هغه بهیر چې د نوموړي په وینا ځینې امریکا یي وګړي هم په کې شامل دي. د اوباما د استراتیژي یو مهم عنصر په سوریه کې د مخالفانو پیاوړي کول د داعش پروړاندې د مقابلې حل لار ده او ویې ویل، چې هم مهاله باید د سوریې د بحران لپاره د یوې سیاسي حل لارې په لټه کې باید واوسو. نوموړي له سوریې دولت سره مرسته رد کړه:"د داعش پر وړاندې په نښتو کې نه شو کولی د اسد رژیم چې خپل خلک وژني تکیه پرې وکړو، هغه رژیم چې هیڅ وخت به خپل مشروعیت بیا تر لاسه نه کړای شو."

ورته مطالب