سي آی اې: "اسلامي دولت" نژدې ۳۰ زره جنګیالي لري

د انځور حقوق AP
Image caption په سوریه او عراق کې د 'اسلامي دولت' د جنګیالیو شمېر درې برابره لوړ ښودل شوی.

امریکايي استخباراتو په سوریه او عراق کې د "اسلامي دولت" د جنګیالیو شمېر نژدې ۳۰ زره کسان ښودلی دی.

دا شمېر د مخکنیو شمېرو پرتله درې برابره ډېر ښودل شوی.

د سي آی اې ویاند راین تراباتي ویلي، دغه شمېر ښيي چې له تېر جولای راهیسې وروسته تر هغه چې د عراق او سوریې ځینې سیمې یې ونیولې او اسلامي خلافت یې اعلان کړ، د"اسلامي دولت" د جذب چاره په چټکۍ سره روانه ده.

دی وايي، د "اسلامي دولت" د جنګیالیو د شمېر په اړه دغه نوې شمېرې له تېرې مې تر اګست میاشتې پورې د سي آی اې د معلوماتو او رپوټونو پربنسټ راغونډې شوې دي.

"اسلامي دولت په عراق او سوریه کې تر خونړیو جګړو وروسته، له حکومتونو پراخې سیمې نیولې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا ولسمشر بارک اوباما د "اسلامي دولت" پرضد د یوه ایتلاف جوړولو او د پوځي بریدونو اعلان کړی.

په عراق کې شیعه پلوې ملېشې له دغې ډلې سره جنګېږي، او بغداد ته ددغې ډلې د پرمختګ لپاره له هرې ممکنه وسیلې کار اخلي. کردان هم د دغې ډلې پروړاندې راپورته شوي او د خپلو سیمو دفاع کوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د "اسلامي دولت" پرضد د یوه ایتلاف جوړولو او د پوځي بریدونو اعلان کړی.

ده ویلي، چې په دغو بریدونو کې بمبارۍ، د دغې ډلې مخالفینو ته وسلې ورکول او د جنګیالیو روزل هم شامل دي. ۱۰ عربي هېوادونو د "اسلامي دولت" پرضد د امریکايي پلان ملاتړ کړی دی.

"جنرال الن د داعش ضد ایتلاف لارښود"

امریکايي پوځي چارواکو ویلي، د "اسلامي دولت" پروړاندې د څو ولسونو د همغږۍ او څارنې مشري یې متقاعد امریکايي جنرال جان الن ته سپارلې ده.

نوموړی له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۳ پورې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوړپوړی قومندان و.

د انځور حقوق Getty
Image caption جنرال الن له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۳ پورې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوړپوړی قومندان و.

اټکل دی، چې د نړۍ نژدې ۴۰ هېوادونه د "اسلامي دولت" پرضد ایتلاف کې راغونډ شي او په سوریه او عراق کې ددغې ډلې پرضد بریدونه پیل کړي.

جنرال الن له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۶ پورې د عراق انبار کې د عملیاتو مرستیال قومندان و، چې د ماموریت په همدې موده کې یې له سني قبیلو سره د القاعدې شبکې پروړاندې د یوې جبهې د جوړولو همغږي مخته بېوله.

د دغه امریکايي جنرال په اند، د "اسلامي دولت" جنګي تکتیکونه د افغانستان د طالبانو په څېر دي.

پر همدې مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري منځني ختيځ ته د خپل سفر په وروستۍ برخه کې نن ترکيې ته ځي چې د اسلامي دولت پر ضد يې ملاتړ خپل کړي.

ترکيه په سيمه کې د ناټو يوازنی متحد دی چې ښيي دوی به پوځي ملاتړ چمتو نه کړي.

د سعودي عربستان په ګډون عربي هېوادونو د اسلامي دولت جنګياليو پر ضد د لويديځ له جګړې سره خپله همکاري ښوولې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption جان کيري وايي دا ملاتړ به د اسلام د هغه ناسم او خطرناک تعبير مخه ونيسي، چې د اسلامي دولت وسلواله ډله يې د تبليغاتو له لارې په سيمه او نړۍ کې د خپرولو هڅه کوي:

عربي هېوادو دغه اعلان په سعودي کې له جان کيري سره له ليدنې وروسته وکړ.

جان کيري وايي دا ملاتړ به د اسلام د هغه ناسم او خطرناک تعبير مخه ونيسي، چې د اسلامي دولت وسلواله ډله يې د تبليغاتو له لارې په سيمه او نړۍ کې د خپرولو هڅه کوي:

''عربي هېوادونه په دغه ايتلاف کې مهم رول لوبوي چې په حقيقت کې په ټولو هڅو کې د دوی ونډه مخکښه ده. په دې کې پوځي ملاتړ، بشري ملاتړ او د اسلامي دولت وسلوالې ډلې ته د ناقانونه مالي مرستو او جنګياليو د ورتګ مخنيوی شامل دی. دا هغه څه دي چې دغه ډله د پايښت لپاره ورته اړتيا لري.''

ورته مطالب