استرالیا د ترهګر ګواښ کچه لوړه کړې

Image caption د استرالیا صدراعظم وايي د کوم ځانګړي پلان شوي برید په اړه استخباراتي معلومات او برید احتمال نشته.

استرالیا په څه باندې یوه لسیزه کې په لومړي ځل د ترهګر ګواښ کچه له مینځنۍ، لوړې ته پورته کړې ده.

په لسګونه استرالیايي اتباع په مینځني ختیځ کې د اسلامپالو ډلو په پلوۍ جنګېږي او چارواکي اندېښمن دي چې د دغه کسانو د بیرته ستنیدو له امله به پر امنیت ناوړه اغیزه وشي.

خو د استرالیا صدراعظم ټوني آباټ یوې خبرې غونډې ته وویل چې د کوم ځانګړي پلان شوي برید په اړه استخباراتي معلومات او د برید احتمال نشته.

نوموړي وویل د دوی د معلوماتو له مخې ځینې کسان شته چې د برید کولو هوډ او وړتیا لري خو د برید احتمال نشته.

د استرالیا صدراعظم ښاغلي آباټ زیاته کړه چې د ترهګر ګواښ د کچې لوړول به په ورځني ژوند ډېره اغیزه ونه کړي خو دومره به وي چې خلک به په هوايي ډګرونو، ساحلونو، پوځي اډو، دولتي ودانیو او نورو عامه ځایونو کې ډېر امنیتي تدابیر ګوري.

تېره اونۍ د استرالیا د استخباراتو یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي وو چې ترهګر ګواښ د تېر یو کال په اوږدو کې ډېر شوی او اوس د انديښنې کچې ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په لسګونه استرالیايي اتباع له اسلامي دولت او النصره ډلې سره د یوځای کېدو په خاطر مینځني ختیځ ته تللي دي.

چارواکي وايي لږ ترلږه ۶۰ تنه استرالیايي اتباع په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت په پلوۍ جنګېږي او تراوسه پورې ۱۵ استرالیايي اتباع په جګړو او دوو ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي.

ګومان کېږي چې شاخوا ۱۰۰ تنه نور استراليايي اتباع د اسلامي دولت پلوي کوي.

بله خوا استرالیا پر خپلو اتباعوو ځانګړو ځایونو ته د سفر کولو محدویتونه لګولي او په هوايي ډګرونو کې یې یو لړ نوي اقدامات کړي دي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ په کوینلنډ کې په یوه جومات کې دوه کسان ونیول شول او محکوم شول چې خلک یې له اسلامي دولت سره یوځای کېدو ته هڅول، هغو کسانو ته یې پیسې ورکولې چې له نوموړې ډلې سره د یوځای کېدو په خاطر سوریې ته ورتلل.

ورته مطالب