د "یوټو" نوی موزیک البوم پر "آي ټیونز" وړیا

د انځور حقوق AFP
Image caption دا په تېرو پنځو کلونو کې د "یوټو" لومړی موزیک البوم دی

د راک موسیقۍ مشهورې آیرلنډۍ ډلې یوټو د سندرو خپل نوی البوم د اپل په "آي ټیونز" د وړیا خپرولو اعلان کړی.

پر "آي ټیونز" به شاوخوا ۵۰۰ میلیونه خلک وکړای شي د دغه البوم سندرې وړیا خپل کمپیوټر یا موبایل ته را ښکته (ډاونلوډ) کړي.

دغه اعلان په کلیفورنیا کې د اپل د نویو تولیداتو د وړاندې کولو په غونډه کې وشو چې د اپل اجرایوي مشر ټېم کوک هم په کې و.

په دغه غونډه کې بیا وروسته "یوټو" د موسیقۍ ژوندی پروګرام هم وړاندې کړ.

د "یوټو" راک بېنډ (موسیقۍ ډلې) مهم سندرغاړي بونو وویل چې دغه البوم یې ۱۱ سندرې لري او د "سانګس آف اېنوسېنس" نوم ورکړل شوی.

نوموړي د البوم ټولې سندرې زړه راښکونکې بللي.

دا په تېرو پنځو کلونو کې د "یوټو" لومړی موزیک البوم دی.

د دوی وروستۍ البوم "نو لائن آن دا هاریزن" چې په ۲۰۰۹ کال کې خپور شوی و، په بریتانیا کې د کال غوره موزیک البوم و او په ټوله نړۍ کې يې شاوخوا ۵ میلیونه ریکارډونه وپلورل شول.

د انځور حقوق Getty
Image caption تر اوسه د دغې موسیقۍ ډلې او اپل تر منځ د پردې تر شا د کوم تړون په اړه مالوت نه دي په ډاګه شوي

د موسیقۍ دغه آیرلنډۍ ډله په ۱۹۸۰ او ۹۰مه لسیزه کې خورا مشهوره وه او ځینې موزیک البمونه یې د مینه والو له تود او ښه هرکلي سره مخ شول.

له وړاندې داسې اټکل و چې "یوټو" به سږ کال د سندرو نوی البوم خپروي خو دا اعلان ټولو ته حیرانوونکی و چې دغه البوم به د "آي ټیونز" او اپل کاروونکو لپاره وړیا وي.

تر اوسه د دغې موسیقۍ ډلې او اپل تر منځ د پردې تر شا د کوم تړون په اړه مالوت نه دي په ډاګه شوي.

ورته مطالب