"له دنیڅک هوايي ډګره مو یاغیان په شا تمبولي"

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه تازه تاوتریخوالی به د اوکراین حکومت او یاغي ډلې تر منځ منل شوی اوربند له ننګونو سره مخ کړي

د اوکراین پوځ ویلي پر دنیڅک هوايي ډګر یې د روسي پلوه یاغیانو برید پر شا تمبولی.

د شنبې کرۍ ورځ تر ډيره د ډزو غږونه له هغو سیمو اوریدل کېدل چې د اوکرایني ځواکونو تر ولکې لاندې راځي.

له دنیڅکه د بي بي سي خبریال وايي دغه تازه تاوتریخوالی به د اوکراین حکومت او یاغي ډلې تر منځ منل شوی اوربند له ننګونو سره مخ کړي.

له دې سره هم مهاله د اوکراین لومړي وزیر ارسنې یاتسینیوک پر روسیې تور لګولی چې ګواکې هېواد یې له" منځه وړل" غواړي.

نوموړي زیاته کړه چې د ولسمشر پوټین یوازینۍ موخه دا ده چې ټول اوکراین تر خپلې ولکې لاندې راولي.

ښاغلي یاتسینیوک وویل چې اوکراین د جګړې په حالت کې دی او یوزاې اروپایي ټولنه یې له دې حالته ژغورلای شي.

تر دې وړاندې اروپایي ټولنې او امریکا هم روسیه په اوکراین کې د یاغي ډلو په ملاتړ تورنه کړې او له همدې امله یې پرې یو لړ بندیزونه هم لګولي.

پر روسیې نوي اقتصادي بندیزونه

نوي بنديزونه به د روسيې د تیلو کمپنۍ، مالي او دفاعي سکتورونه په نښه کړي.

دوی همداراز په دغه لست کې د روسي چارواکو او په اوکراين کې د بېلتونپالو مشرانو ۲۴ نور نومونه هم وراضافه کړي چې پر وېزو به يې بنديز وي او شتمني به يې کنګل کېږي.

ولسمشر اوباما ویلي د امريکا متحد ايالات به د دغو بنديزونو ملاتړ وکړي.

روسيې ويلي نوی ګام ښيي چې اروپايي ټولنه په اوکراين کې له سولې سره مخالفت کوي، په داسې حال کې چې په ختيځ اوکراين کې اوربند اوس اوس ټينګ شوی دی.

روسیې ویلي، د اروپايي بندیزونو غبرګون ته چمتووالی نیسي، چې په وینا یې په دغو بندیزونو کې له اروپا نه د موټرو واردول هم زیانمنېدونکي دي.

ناټو ویلي، روسیه لاهم د اوکراین په ختیځ کې نژدې ۱۰۰۰ په وسلو سمبال پوځيان لري.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، شاید هېواد یې پر روسیې د اروپايي ټولنې د بندیزونو له چارې سره یوځای شي، چې تر ډېره به د تېلو کمپنۍ، مالي او د انرژۍ سکتورونه زیانمن کړي.

ورته مطالب