'اسلامي دولت' د برتانوي د سرغوڅولو وېډیو خپره کړه

Image caption 'اسلامي دولت' ‌ډله وايي، چې د بریتانیايي مرستې رسوونکي دیوید هینس سر یې پرې کړی

'اسلامي دولت'ډله وايي، د دغې ډلې پر وړاندې له امریکا سره د بریتانیا دولت مرستې په تړاو یې د برتانوي دیوید هینس سر غوڅ کړی دی.

د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کامیرون د دیوید هینس وژل وغندل.

او هغه ژمنه وکړه چې د دغه بریتانیايي د وژونکو په نیولو کې به له خپل ټول ځواک نه کار واخلي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د دیوید هینس وژنه وحشیانه بللې ده،‌ او د هغه له کورنۍ سره یې غمشریکي ښوولې ده.‌

اوباما د 'اسلامي دولت' د جنګیالیو پروړاندې د یوه نړیوال ایتلاف جوړېدو ټینګار وکړ.

پر همدې مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قوماندان جان الن د 'اسلامي دولت' ډلې پر وړاندې په نړیوال ائتلاف کې به د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی.

وړاندې،‌ د'اسلامي دولت' ډلې د دوو امریکايي خبریالانو جیمز فولي او ستيون سوتلوف سرونه د عراق په شمال کې د امریکا د هوايي بریدونو په غبرګون کې غوڅ کړي او ویډیوګانې یې خپرې کړې وې.

د دغو امریکایانو د وژلو د وېډیوګانو تر خپرولو وروسته د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې په پام کې لري په سوریه کې هم پر 'اسلامي دولت' بریدونه وکړي.

د انځور حقوق AP
Image caption جیمز فولي لومړنی امریکايي خبریال و چې 'اسلامي دولت' ډلې یې سر ترې پرې کړ

ډیویډ‌ کامیرون ته پیغام

'اسلامي دولت' په تازه وېډیو کې یو بل کس هم ښيي، چې وايي د وژنې راتلونکی نوبت د همدغه برتانوي دی.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغې ویډیو د ریښتینولۍ په اړه پلټنه کوي، خو د وژل شوي ډیویډ هینس ورور مایک هینس په یوې اعلامیې کې د خپل ورور هویت تایید کړی دی.‌

د بریتانیا دولت ویاند وايي، د دغې ویدیو د خپرولو په تړاو دیوید کامیرون د لوړپوړو امنیتي چارواکو یوه بېړنۍ غونډه رابللې ده.‌

د کارګر ګوند مشر اد میلبند هم په یوه وینا کې د ښاغلي هینس وژنه شرموونکې او وحشیانه وبلله.

په خپره شوې وېډیو کې په نارنجي کالیو کې سړي پر ځمکه زنګون وهلی او تورکالي سړي په لاس کې چړه نیولې او ترڅنګ یې ولاړ دی.

وژل شوي سړي تر وژل کېدا مخکې ځان ډیویډ هینس معرفي کړی او وايي چې ''غواړم ډیویډ‌ کامیرون ته اعلان کړم چې همدا ته زما د وژل کېدو بشپړ مسؤول یې.‌''

د هینس د کورنۍ غوښتنه

۴۴ کلن ډیویډ‌ هینس د ۲۰۱۳ په مارچ کې د سوریې ادلب کې تښتول شوی و.‌

ښاغلي هینس په سوریه کې د فرانسې په یوه مرستندویه سازمان کې کار کاو.

د هینس کورنۍ د شنبې په ورځ له اسلامي دولت نه غوښتي وو چې له دوی سره اړیکي ونیسي.

نوموړی دوه اولاده لري،‌ چې وړاندې یې په لیبیا او جنوبي سودان کې هم مرستندویه کارونه کړي دي.

د هینس کورنۍ د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې اسلامي دولت د دوی پخوانيو پیغامونو ته ځواب نه دی ورکړی.

دی وايي،‌ بریتانیا د اسلامي دولت پرضد ایتلاف کې کټ مټ‌ هماغسې ښکېله شوه،‌ لکه مخکنی لومړی وزیر توني بلیر چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پرمهال پر عراق د یرغل په چاره کې له امریکا سره همکاري وکړه.

د انځور حقوق EPA
Image caption سټیون سوتلوف دویم امریکایی خبریال و،‌ چې د سر غوڅولو وېډیو یې خپره شوه.‌

دی زیاتوي: ''له بده مرغه دا د بریتانیا خلک دي، چې په پای کې زموږ د پارلمان د پرېکړو بیه پرې کوي.''

د هینس سرغوڅوونکی،‌ چې ظاهراً په بریتانیايي لهجه خبرې کوي، وايي:‌ ''دغه سی باید د ډیویډ‌ کامیرون چې د اسلامي دولت پروړاندې د پیشمرګه (کردي ځواکونو) د وسله وال کولو ژمنه کوي، بیه پرې کړي.''

قاتل دا هم وايي چې د بریتانیا حکمت له عراقي کردي ځواکونو سره د اسلامي دولت د جنګیالیو پرواندې له پیشمرګه سره د وسلو مرسته وکړه.

ورته مطالب