د ایبولا کړکېچ او د لایبریایي چارواکو ګوښه کول

د انځور حقوق EPA

د لایبریا ولسمشرې له امریکا نه د ایبولا ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره بېړنۍ مرسته غوښتې.

د ایبولا ناروغۍ له امله د رامنځ ته شوي بحران په ترڅ کې د لایبریا ولسمشرې الن جانسون سرلیف د دغه هېواد لس چارواکي چې'له کوم کره دلیله پرته' له دغه هېواده وتلي وو، له خپلو دندو ګوښه کړي دي.

مېرمن سرلیف ویلي، دغو کسانو په هېواد کې د روان بحران په اړه بې غوري ښودلې او د هغې له امرونو یې سر غړونه کړې.

ولسمشرې دغو چارواکو ته یوه اونۍ وخت ورکړی و چې لایبریا ته ستانه شي.

د ایبولا ناروغۍ تر اوسه د افریقا په لویدیځ سیرالیون، لایبریا او ګینې کې له ۲۴۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

د ولسمشرې په فرمان ګوښه شوي کسانو کې اته یې مرستیال وزیران دي.

د مېرمن سرلیف فرمان کې د اتو نورو کسانو یادونه هم شوې، چې دغه کسان یې تر هغه د خپلو ادارو له ټولو حقونو محروم کړي تر څو چې دوی خپل هېواد ته بېرته ستانه شي او د ایبولا پر وړاندې مبارزې کې برخه واخلي.

ولسمشرې د ایبولا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره له امریکا د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.

هغې له امریکا غوښتي و، چې لږ تر لږه د ایبولا د ناورغۍ درملنې لپاره د لایبریا په پلازمېنه مونروویا کې یو روغتون جوړ کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې زرګونه نور کسان په لایبریا کې د دغې ناورغۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

د وینې لاړو او د بدن نور مایعاتو د مستقیم تماس او په غیر مستقیم ډول هم د انسانانو ترمنځ د دغې ناروغۍ د لېږدیدو احتمال شته.

تر اوسه د دغې ساري ناورغۍ واکسین یا ځانګړي درمل نه شته.

له ۶۰ تر ۹۰ سلنه هغه کسان چې په دغه ویروس اخته کېږي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ورته مطالب