مائیکروسافټ "ماینکرافټ" په ۲.۵ مېلیارد ډالره وپېره

Image caption د موجانګ کمپنۍ او مایکروسافټ تر منځ تړون د اېکس باکس مشر فېل سپېنسر په ډاګه کړ

مایکروسافټ د مشهور ویډیو ګېم "ماینکرافټ" جوړوونکې کمپنۍ موجانګ د ۲.۵ مېلیارد امریکايي ډالره وپېرله.

موجانګ یوه سوډانۍ کمپنۍ ده او "ماینکرافټ" د دوی تر ټولو مشهور ګېم دی چې څه باندې ۵۴ مېلیونه ټوکه یې پلورل شوي.

د موجانګ کمپنۍ او مایکروسافټ تر منځ تړون د اېکس باکس مشر فېل سپېنسر په ډاګه کړ.

د ځینو شنونکو په آند د مایکروسافټ دا ګام د خپل وینډوز ځيرک موبایلونو ته د لا نورو مشتریانو را جلبول دي.

ماینکرافټ د اپل په پلورنځۍ اپل سټور او د اېنډرایډ په ګوګل پلی کې تر ټولو ډېر ډاونلوډ شوی ګېم دی.

په وروستیو کې دغه ګېم په نوې بڼه د اېکس باکس او پلی سټېشن لپاره هم جوړ او بازار ته وړاندې شو.

Image caption د "اېن ډي پي" څېړنیزې کمپنۍ د احصایې له مخې تېره میاشت ماینکرافټ درېیم تر ټولو مشهور او ډېر پلورل شوی ګېم و

د "اېن ډي پي" څېړنیزې کمپنۍ د احصایې له مخې تېره میاشت ماینکرافټ درېیم تر ټولو مشهور او ډېر پلورل شوی ګېم و.

د دغه ګېم جوړوونکې کمپنۍ موجانګ چې په ۲۰۰۹ کال کې یې بنسټ اېښودل شوی و تېر کال څه باندې ۱۰۰ مېلیونه امریکایي ډالره ګټلي.

د دوی د کارمندانو شمېر یوازې ۴۰ تنه دی.

ورته مطالب