د حج په مراسمو کې د میرس ناروغۍ د خپریدو مخنیوی

د انځور حقوق AFP

په سعودي عربستان کې روغتیايي چارواکي وايي، دوی خپل ټول وس کوي چې سږکال د حج په مراسمو کې د وژونکې میرس ناروغۍ د خپریدو مخنیوی وکړي. په پام کې ده چې سږکال د افغانستان له ګوټ ګوټه شاوخوا ۲۴۰۰۰ افغانان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي. دغه راز له بریتانیا نه هم ۲۵ زره مسلمانان د حج د فریضي د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي. په ۲۰۱۲ کال کې په لومړي ځل د میرس ناروغۍ له خپریدو راهیسې دې ناورغۍ له ۳۰۰ ډېر کسان په سعودي کې وژلي دي. د بي بي سي د روغتیايي چارو خبریاله ټیولیب معزوم په دې اړه له جدې نه په خپل رپوټ کې وايي، په ټوله نړۍ کې څه باندې ۸۰۰ کسان د میرس په ناورغۍ اخته شوي وو چې نژدي ۴۰ سلنه کسان یې مړه شوي چې اکثره یې په سعودي عربستان کې وو. د میرس په ناورغۍ اخته کس تبې کوي او ټوخېږي چې له امله یې کېدای شي چې سږي یې زیانمن شي یا هم بډوډي یې له کاره ولوېږي. د سعودي عربستان پر حکومت نیوکه کېږي چې د دې ناروغۍ په اړه یې خلکو ته ډېر څه نه دي ویلي او د مخنیوي لپاره یې هم ډېر څه نه کوي. خو حکومت وايي، اوس یې روغتونونو کې د ناروغۍ د خپریدو دمخنیوي په خاطر ښه اقدامات کړي چې له امله یې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر کم شوی دی. روغتیايي چارواکي وايي، د حج د فریضي د ادا کولو لپاره سعودي ته تلوونکي کسان باید اندیښنه ونه لري خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د میرس مکروب د عامې روغتیا په اړه یوه اندیښنه ده. دغه سازمان حاجیانو ته او په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې په نورو ناروغیو هم اخته دي سلا ورکوي چې سعودي عربستان ته له سفر کولو دمخه له خپلو ډاکټرانو سره مشوره وکړي.

ورته مطالب