''ترکیه د اخوان المسلمین مشرانو ته هرکلی وايي''

Image caption د مرسي تر لیرې کېدا وروسته اخوانیانو قطر ته پناه یووړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پخپل هېواد کې د مصري اخوان المسلمین د هغو مشرانو هرکلی کړی، چې مصر بندیز پرې لګولی، خو د خلیجي هېوادونو په فشار یې قطر هم له خپلې خاورې د دوی ایستلو ته اړ کړی دی.

په مصر کې د منتخب ولسمشر محمد مرسي تر لیرې کېدا او د اخوانیانو د نیولو کېدو تر لړۍ پیلېدا وروسته، د اخوان المسلمین دغه مشران قطر ته د پناه لپاره تللي وو.

رویټرز خبري اژانس په لندن کې د اخوان المسلمین ګوند د یوه جګپوړي مشر له قوله ویلي، قطر د اخوانیانو له اوو مشرانو له خپلې خاورې د وتلو غوښتنه کړې ده.

په قطر کې د اخوان المسلمین د مشرانو شتون له مصر سره د دوحې، سعودي عربستان، اماراتو او نورو عربي هېوادونو د اړیکو د ترینګلتیا لامل شوې دي.

یوه ترکي تلوېزوین د اردوغان له قوله ویلي، چې قطر ته یې د دوشنبې په ورځ د رسمي سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، که د اخوان المسلمین دغه جګپوړي مشران مشران ترکیې ته تګ وغواړي، دوی په ترکیه کې هرکلی ورته وايي.

اردوغان خبریالانو ته دا هم ویلي، هېواد به یې د هر پناه غوښتونکي قضیه په "جلا ډول وڅېړي".

د انځور حقوق AFP
Image caption اردوغان وايي، هېواد یې د هر اخواني قضیه په جلا- جلا څېړي.

د ترکي حکومت پلوې "سټار" ورځپاڼې د اردوغان له قوله ویلي "که چېرې کومې ستونزې نه وي، نو د دوی راتګ ته به لاره ډېره هواره شي."

قطر او ترکیه په سیمه کې هغه دوه هېوادونه دي، چې تېر کال یې د محمد مرسي تر لیرې کېدا وروسته د اخوانیانو ملاتړ اعلان کړ.

بل خوا، سعودي عربستان، اماراتو، او نورو خلیجي هېوادونو په مصر کې د نوي حکومت ملاتړ اعلان کړی.

په دغو هېوادونو کې د حکومت پروړاندې اخوان المسلمین ګوند ته د یوه "ګواښ" په سترګه کتل کېږي.

د مصر حکومت اخوان المسلمین ګوند یوه "ترهګره" ډله اعلان کړې، خو اخوان المسلمین ګوند وايي، دا یوه سوله ییزه ډله ده.

ورته مطالب