م.م: د اېبولا مخنیوي لپاره یو مېلیارد ډالر په کار دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اېبولا ناروغي په چټکۍ وده کوي او د مخنیوي لپاره یې باید پراخ ګامونه پورته شي

ملګرو ملتو ویلي چې د اېبولا وژونکې ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي لپاره څه باندې یو مېلیارد امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.

دا اعلان د ملګرو ملتو له خوا د اېبولا ناروغۍ د مخنیوي هڅو همغږې کونکې ډلې مشر ډیوېډ نبارو وکړ.

ښاغلي نبارو په جینېوا کې د اعلان پر مهال وویل:

"موږ یوه میاشت وړاندې د اېبولا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ۱۰۰ مېلیون ډالره غوښتي وو، اوس یو میلېارد ډالرو ته اړتیا لرو. دغه شمېره په یوه میاشت کې ۱۰ سلنه پورته شوه ځکه چې د اېبولا ناروغي په چټکۍ وده کوي او د مخنیوي لپاره یې باید پراخ ګامونه پورته شي"

د روغتیا نړیوال سازمان هم د اېبولا ناروغي یو روغتیایي ناورین بللی او ویلي یې دي چې دغې ناروغۍ پراخه او بې سارې ویجاړي رامنځته کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې پر اېبولا ویروس د اخته ۴۹۸۵ کسانو څخه یې تر اوسه شاوخوا ۲۴۶۱ کسان وژل شوي.

په نړیواله کچه د اېبولا ناروغۍ پر وړاندې غبرګون او مبارزه پسه بلل شوې او پراخې نيوکې پرې شوي.

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، پام کې لري چې ۳۰۰۰ کسیزه پوځي ډله به لایبېریا ته واستوي چې د اېبولا ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي.

امریکا ویلي پلان لري چې په لایبېریا کې د درملنې نوي مرکزونه پرانېزي او ځواکونو به یې د نورو روغتیایي کارکوونکو په روزنه کې هم مرسته وکړي.

لایبېریا یو له هغو هېوادونو دی چې د اېبولا ناروغۍ ځپلی.

د اېبولا ناروغي لومړی په ګیني کې رامنځته شوه او بیا وروسته ګاونډیو هېوادونو سيېرالیون او لایبېریا ته هم خوره شوه.

ورته مطالب