سږکال اروپا ته تلونکي نژدې ۳۰۰۰ کډوال سمندر کې ډوب شوي

د انځور حقوق Reuters

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، نژدې ۵۰۰ کډوال تېره اونۍ د مالتا ټاپو ته نژدې د مدیترانې په اوبو کې ډوب شوي دي.

د دغه نړیوال سازمان په وینا، د کډوالو لېږدونکې دغه بېړۍ په لوی لاس او د قاچاقبرانو لخوا چې په بله بېړۍ کې سپاره وو، ډوبه شوې.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د دغه رپوټ په جوړولو کې له هغو دوو فلسطینیانو سره خبرې شوې، چې د پنجشنبې په ورځ له دې پېښې د یوې بار وړنکې بېړۍ په مرسته ژوندي راوتلي.

دغو دو ژوندي پاتې شوو کډوالو ویلي، د دوی بېړۍ کې لږ تر لږه ۵۰۰ مسافر سپاره وو.

په ایټالیا کې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویاند فلاویو دي جاکومو ویلي، دغه دوه کډوال وروسته له هغه چې وژغورل شول، سیسیل ټاپووزمې ته ولېږدول شول او همدارنګه د مالت او یوناني بېړیو وکولی شو چې ۹ نور کسان هم وژغوري، خو داسې ښکاري چې پاتې نور مسافران ټول مړه شوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، د مدیترانې سمندر مالتا ټاپو تر پېښې وروسته په روان ۲۰۱۴ کال کې اروپا ته د تلونکو وژل شویو کډوالو شمېر ۲۹۰۰ ته رسېدلی دی.

د کډوالو ډوبېدو خونړۍ پېښې

  • مارچ، ۲۰۰۹: د لیبیا ساحل ته څېرمه تر ۲۰۰ډېر افریقايي کډوال ډوب شول
  • اکتوبر، ۲۰۱۳: لامبیدوزا ټاپو کې ۳۶۶کډوال ډوب شول، چې ډېری یې د اریتریا وو
  • اګست، ۲۰۱۴: د لیبیا ساحل کې د بېړۍ ۱۷۰سپاره ډوب شول

د کډوالۍ نړیوال سازمان د دوو ژغورل شویو له قوله وايي، د دغې بېړۍ سپرلۍ چې د سپتمبر په ۶مه، د مصر دمیاط له ساحل نه روان شول، زیاتره یې د سوریې، فلسطین، مصر او سودان وګړي وو او د سفر پرمهال دې ته اړایستل شول چې په اوبو کې څو ځلې خپله بېړۍ بدله کړي.

مخکې له دې چې کډوال ډوب شي، قاچاقبرانو ‎له دوی غوښتي وو چې په یوې بلې وړې بېړۍ کې سپاره شي، د دوو ژغورل شوو په وینا وروسته له هغه چې قاچاقچیان د سپرلۍ له مخالفت سره مخامخ شول، د بېړۍ د ډوبولو هوډ یې وکړ.

ایټالوي پولیسو د دغې پېښې په اړه پلټنه پیل کړې ده، چې وايي، سمندري ځواکونو یې د اونۍ په وروستیو ورځو کې ایټالیا ته څېرمه له سمندر نه نژدې ۲۳۸۰ پناه غوښتونکي ژغورلي دي.

ورته مطالب