اوباما: د ایبولا ناروغۍ خپرېدل 'نړۍ ګواښي'

د انځور حقوق AP

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افریقا په لوېدیځو هېوادونو کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د نړۍ لپاره یو امنیتي ګواښ وباله، خو د دغې ناروغۍ پر وړاندې یې د امریکا د پراخې مبارزې خبر ورکړی.

ښاغلي اوباما وویل "د نړیوالو سترګې امریکا ته دي"، دا یې څرګنده کړه چې د دغې ناروغۍ پروړاندې "نړیوال غبرګون" ته اړتیا ده.

سیمې ته د ۳۰۰۰ پوځي کارکونکو استول او د نویو روغتیايي مرکزونو جوړېدل له دغې ناروغۍ سره د امریکا د چمتووالي پیلامه ده. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا ایبولا د روان کال تر دې دمه ۲۴۶۱کسان وژلي، چې دا کچه په دې ناروغۍ د اخته کسانو نیمايي شمېره ښيي. د امریکا د دولت طرحه په داسې حال کې اعلانیږي چې نړیوال سازمان د دې ناروغۍ د خپرېدو لړۍ "په معاصره دوره کې بې مخینې" روغتیايي کړکېچ ګڼلی. په نړیوال سازمان کې د ایبولا پر وړاندې مبارزې د همغږۍ مشر ویلي، د دغې ناروغۍ زیاتېدل په دې معنی دي، چې د اړتیا وړ پیسې په میاشت کې لس برابره ډېرې شوې، چې اوس یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې دي.

د اوباما د چمتووالي مهم ټکي:

  • په لایبریا کې د ۱۷ روغتیايي مرکزونو جوړېدل
  • هره اونۍ د ۵۰۰ روغتیايي کارکوونکو روزل
  • زیانمنو شویو هېوادونو ته په چټکۍ د تداراکاتو رسولو لپاره یوه هوايي کرښه چمتو کول
  • زرګونو کورنیو ته د اړینو روغتیايي بستو ورکول

ښاغلي اوباما له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د بې شمېره کسانو د ژوند ژغورلو لپاره همدا اوس لاس په کار شي، که نه وايي، د داسې کورنیو ډېرې وېرجنې کېسې به واورېدلی شي، چې درملني ته لاسرسی یې نه درلود او د مرګ په تمه ناست وو.

ورته مطالب