د ړندو په اړه پنځه خبرې چې ډېر خلک پرې نه پوهېږي

د انځور حقوق BBC World Service

دا لاندې د ړندو په اړه پنځه لږې پېژندل شوې خبرې دي:

آیا د ړندو د اورېدو حس له بینا خلکو غوره وي؟

په عمومي ډول داسې انګېرل کېږي چې د ړندو څلور نور حسونه په پرتلیز ډول ډېر ځواکمن وي. د (ډېیر ډېول) په مشهور فلم کې ښودل کېږي چې ړوند اتل د خپلو نورو څلورو قوي حسونو پر مټ نړۍ ژغوري. او د (سینټ آف ا ومن) یا د ښځې بوی فلم کې د ړوند (ال پسینو) ړوند رول لوبونکی کولی شي بېلا بېل عطرونه وپېژني.

ډېر ړانده په دې اند دي چې د اورېدو حس یې له بینا خلکو غوره نه دی، توپیر یوازې دا دی چې ړانده کسان اړ دي خپل شاوخوا کې غږونه په ډېر پام سره واوري. ړانده د غږونو په مرسته په سړکونو واټن اندازه کوي چې موټر یې و نه وهي او د اورګاډي په تمځایونو کې غږیزو پیغامونو ته غوږ وي چې خپل د اورګاډي د تلو وخت او ځای مالوم کړي. بینا خلک ښايي تر ډېره انځوریزو پیغامونو ته پام وکړي.

خو د ړندو د اورېدو د حس د پیاوړتیا په اړه ځینې شواهد هم شته. په ۲۰۱۲ کال کې د مونټریل په پوهنتون کې تر سره شوې څېړنه ښيي چې د ړانده کس ماغزه د لیدو حس په نشتوالي کې پر نورو حسونو لکه غږ او لمس پام راګرځوي.

ډېر ړانده کسان د غږونو د څپو په مرسته په خپل ماغزو کې د خپل چاپېریال انځورونه جوړوي (ښاپېرک او ډولفین ته ورته) چې دغه بهیر ته (اېکو لوکېشن) یا د غږ د انعکاس ځای ویل کېږي. ډېری ړانده له همدې بهیره کار اخلي چې له نورو څیزونو سره ټکر نه شي. نور ړانده بیا ادعا کوي چې د څيزونو یو تر بله واټن، اندازې او جوړښت په باب پوهه لري او ځینې یې وايي چې د امسا یا سپي له مرستې پرته چکر ته تلی او بایسکل چلولی شي.

آیا ړانده په خوب کې څیزونه لیدی شي؟

د انځور حقوق BBC World Service

هغه خلک چې ړانده دنیا ته راغلي وي، د څیزونو د لیدو هېڅ پوهاوی نه لري ځکه نو د خوب په حالت کې هم څه نه شي لیدلی. خو کوم خلک چې په ژوند کې خپل نظر له لاسه ورکړي، انځوریز خوبونه لرلی شي. په ۲۰۱۴ کال کې په ډنمارک کې ترسره شوې څېړنه ښيي چې د وخت په تېرېدو سره، د ړوند کس انځوریز خوبونه په پرتلیز ډول کمېږي.

څېړنه دا هم وايي هغه خلک چې ړانده دنیا ته راځي د بینا خلکو په پرتله ډېر وېرونکي خوبونه لري. انګېرنه دا ده چې وېرونکي خوبونه د ممکنه مصیبتونو ذهني انځور وړاندې کوي او کولی شي د دغه ډول مصیبتونو په مخنیوي کې مرسته وکړي. د بېلګې په ډول، په څېړنه کې ړندو ویلي په خوب کې له دوی لار ورکه شوې، موټر وهلي یا یې خپل لارښود سپی ورک کړی دی.

ړانده خپل کالي څنګه غوره کوي؟

د وخت په تېرېدو سره ړانده خلک د خپل خوښې کالیو د څرنګوالي او ډیزاین په اړه يو ډول ځانګړی حس پیدا کوي. د کالیو پېرلو لپاره له هغه چا سره ځي چې ډېر پرې باور لري.

هغه ړانده چې فېشن یې ډېر خوښېږي، د ټکنالوژۍ په مټ د کالیو بېلا بېل رنګونه غوره کوي. د رنګ مالومولو یوه اله شته چې کله پر کالیو د څو ثانیو لپاره کېښودل شي نو غږ کوي چې د کالیو رنګ څه دی.

ړانده د خپلو کالیو د ساتلو لپاره له بېلا بېلو سیستمونو کار اخلي. ځینې ړانده د رنګ مالومولو لپاره پر کالیو د مختلفو بڼو تڼۍ ټک وهي. نور بیا د کالیو لیبلونه په بېلا بېلو ډولونو پرېکوي.

ړانده خپل لارښود سپي څنګه کاروي؟

لارښود سپي ړندو ته دا نه وايي چې کله باید له سړک تېر شي او نه هم دوی کوم ځانګړي ځای ته بوتلی شي.

د انځور حقوق BBC World Service

لارښود سپي په کيڼ لور پر یوه نېغه کرښه ځي او داسې روزل شوې وي چې باید له نورو څیزونو سره د ړندو د ټکر مخنیوی وکړي. د ړانده کس او لارښود سپي تر منځ پوهاوی او ښه ملتیا وخت ته اړتیا لري.

په غېر رسمي ډول، لارښود سپي په یوازېتوب کې هم د ړندو کسانو ښه ملګرتیا کوي. بهر د تلو په وخت کې د سپي شتون ړانده کس ته د خوندیتابه احساس ورکوي.

ړانده کسان کمپیوټرونه او ځیرک تیلیفونونه څنګه کاروي؟

ړانده او د ضعیف نظر لرونکي کسان د کمپیوټر ټکنالوژۍ نه په دریو ډولونو کار اخلي. ځینې چې لږ نظر لري، داسې سافټ ویر کارولی شي چې د کمپیوټر پر پرده د انځورونو اندازه لویوي چې دوی یې ولیدلی شي.

په بشپړ ډول ړانده کسان دوه غوراوي لري. برېیل (د لیکلو یو ډ‌ول سیستم) د کمپیوټر کيبورډ لاندې ځای پر ځای کېږي او پر پرده د څرګندو شوو ټکو د لمس وړ بڼه جوړوي. خو د برېیل سیستم زرګونه ډالر بیه لري ځکه نو هر ړوند کس یې د پېرلو توان نه لري.

تر ټولو مشهوره غوراوی سکرین ریډر (د کمپیوټر پردې لوستونکی) سافټ ویر دی چې په ډېر ځیرک ډول د پردې د مخ ټکي لولي.

ورته مطالب