فرانسې پر "اسلامي دولت" هوايي برید کړی

Image caption فرانسې لا له وړاندې عراق کې کشفي الوتنې تر سره کړې وې.

د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر خبر ورکړی چې د دغه هېواد جنګي جېټ الوتکو عراق کې پر هغې ډلې چې ځان اسلامي دولت بولي لومړی هوايي برید کړی دی.

په یوې بیانیه کې ویل شوي چې جېټ الوتکو د عراق په شمال ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې لوژستیکي ډیپو په نښه کړې ده.

خو دا چې په ډیپو کې کوم مواد وو او موقعیت په اړه یې جزئیات نه دي په ډاګه شوي.

فرانسې لا له وړاندې عراق کې کشفي الوتنې تر سره کړې وې او کردي جنګیالیو ته یې وسلې هم ورکولې.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د پنجشنبې پر ورځ ویلي وو چې هېواد به یې یوازې په عراق کې د اسلامي دولت ډله په نښه کوي خو ګاونډي سوریه کې به پرې بریدونه نه کوي.

نوموړي همدا راز ټینګار کړی و چې سیمې ته به د ځمکې له لارې خپل ځواکونه نه لېږي.

د جمعې پر ورځ د ښاغلي اولاند دفتر وویل چې د هېواد جېټ الوتکو یې پر اسلامي دولت ډلې برید کړی او "هدف په نښه او په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی".

په بیانیه کې راغلي چې په راتلونکو ورځو کې به نور عملیات هم تر سره شي.

ولسمشر اولاند تېره اوونۍ عراق ته په سفر تللی وو او د دوشنبې پر ورځ پاریس په سیمه کې د روان کړکېچ پر سر د یو نړیوال کنفرانس کوربتوب هم کړی و.

د امریکا جنګي جېټ او بې پیلوټه الوتکو په عراق کې د اګست میاشت راهیسې پر اسلامي دولت ډلې له ۱۷۰ ډېر هوايي بریدونه کړې دي.

د پنجشنبې پر ورځ د امریکا سنا د ولسمشر بارک اوباما د اسلامي دولت ډلې سره د جګړې لپاره د منځلارو سوري جنګیالیو پر وسلو د سمبالولو پلان منظور کړ.

اوس تمه ده چې امریکا به په سوریه کې هوايي بریدونه تر سره کړي خو ښاغلي اوباما ژمنه کړې چې په سوریه یا عراق کې به د ځمکني عملیاتو اجازه ور نه کړي.

ورته مطالب